پنجشنبه , 25 اپریل 2024

راشد خان يو ځل بيا خپله وړتيا د ويسټ انډيز تجارتي سياليو کې وښودله

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکى راشد خان يو ځل بيا خپله وړتيا وښودله او د ويسټ انډيز تجارتي سياليو په ٢١مه لوبه کې يې په ٤ اورونو کې ١٩ منډې ورکړې او د لوسيه سټارز لوبډلې ٢ لوبغاړي يې وسوځول. د امازون واريرز له لوري تر ټولو ښه توپ اچوونه راشد خان وکړه او خپلې لوبډلې ته يې بريا ور په برخه کړه.

د کريبين پريمئير ليګ په ٢١مه لوبه کې ګيانا امازون واريرز او لوسيه سټارز يو بل ته مخامخ شو. د لوبې پچه امازون واريرز وګټله او لوسيه سټارز لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د لوسيه سټارز لوبډلې له لوري جونس چارلس او انډري فليچر توپ وهنې ته راووتل، خو په دوهم اوور کې انډري فليچر خپله ويکټه له لاسه ورکړه، نوموړى د پرمول په بال راشد خان کېچ کړ، ورپسې په بل اور کې شين واټسن هم خپله ويکټه ورکړه، همداسې ورپسې پرله پسې يو په يو ويکټه له لاسه ورکوله او هېڅوک هم په دې بريالى نه شو، چې ښه توپ وهنه وکړي او مخامخ لوبډلې ته يو ښه هدف وټاکي. لوسيه سټارز لوبډلې ډېره په مزه لوبه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ٧ ويکټو په تاوان يواځې ١٠٠ منډې وکړې او امازون واريرز ته يې د ١٠١ منډو هدف وټاکه.

د لوسيه سټارز لوبډلې له لوري جيسي ريډر ٢٩، ډيرن سمي ١٩، جونسن چارلس ١٥، سونيل امبريس ١٥، راحکيم کورنوال ١٠، جيروم ټيلر ٧، شان شيلنګفورډ ٢، انډري فليچر ١ او شان واټسن په صفر وسوځېد.

د امازون واريرز له لوري د افغانستان مخکښ لوبغاړي راشد خان او رياد ايمرټ خوندوره توپ اچوونه وکړه. راشد خان ٢، رياد ايمرټ ٢ او ويراسامى پرمول ١ ويکټه ترلاسه کړه.

د ياد هدف پوره کولو لپاره چډويک والټن او سهيل تنوير توپوهنې ته راووتل او په لومړي بال چډويک خپله ويکټه له لاسه ورکړل، چې دا د لوسيه سټارز لوبډلې لپاره لويه کاميابي وه. همداسې په څلورم اوور کې د مارټن ګفټل ويکټه هم لاړه، چې تر دغه مهاله پورې امازون ٢٢ منډې کړې وې، خو د امازون دريمه ويکټه بيا په ٧٣ منډو وسوځېده، چې د سهيل تنوير وه.

امازون واريرز په ١٤.٤ اوورونو کې د ٣ ويکټو په تاوان ياد هدف پوره کړ او په ٧ ويکټو يې بريا ترلاسه کړه.

د امازون له لوري جيسن محمد ٤٢، سهيل تنوير ٣٨، مارټن ٨، ګجانند سينګ ٨ منډې وکړې او چډويک په صفر وسوځېده. د لوسيه سټارز له لوري جيروم ټيلر ١، شان شيلينګفورډ ١ او راحکيم ١ ويکټه ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړى سهيل تنوير وټاکل شو.

ياده دې وي چې د دې لوبې په ګټلو سره ګيانا امازون واريرز ته ٢ نور پواينټونه ورکړل شول، چې ټول پواينټونه يې ٦ شول او د بارباډوس ټرايډينټس لوبډلې نه مخکې شوه. له دې لوبې مخکې امازون لوبډله په پنځم مقام وه، خو اوس په څلورم مقام شوه.