راشد خان یو ورځنیو لوبو کې خپل دویم مقام له لاسه ورکړی

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان د توپ اچونې برخه له دویم مقام څخه درېیم ته ښکته شوی دی، خو اصغر افغان د توپ وهنې برخه کې مخکې تګ کړی.

د نيوزيلنډ توپ اچونکي ټرينټ بولټ د بنګلديش پر وړاندې سیالیو کې ښه توپ اچونه وکړه او په يوه لوبه کې د ۶ ويکټو په اخيستلو سره یې له دريم څخه دويم نمبر ته ځان ورساوه.

بولټ په ۷۵۹ نمبرې، خو راشد خان ۷۴۷ نمرې لري او د هند جسپرېټ بومرا په ۷۷۴ نمرو په لومړي مقام کې ځای لري.

راشد د ۵۰ اوریزو لوبو د الراونډرانو او د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې لا هم په لومړي مقام کې دی.

اصغر افغان چې د ايرلينډ پر وړاندې يې پرلپسې درې نيمه سليزې ووهلې په نړيواله درجه بندۍ کې ۱۶ نمبرې پرمختګ کړی او په ۸۷م نمبر شو.

استرالیا لوبډلې یو ورځنیو لوبو کې هندوستان درې د دوه لوبو مقابل کې په ماتې ورکولو سره پنځم مقام خپل کړی او پاکستان لوبډله یې شپږم مقام ته شاته کړې ده.