راشیدخان د زوکړې کلیزه په بریا ولمانځله

د افغانستان کرکټ لوبډلې نن د بنګلادیش کرکټ لوبډلې ته د یوې په زړه پورې لوبې په پایله کې بیسارې ماتې ورکړه، په ننۍ لوبه کې راشد خان آرمان چې نن یې د زوکړې د کلیزي ورځ هم وه په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندی کړه او د توپ وهنې او توپ اچونې په دواړو برخو کې يې د خپلو مینوالو تنده ماته کړه.

په ننۍ لوبه کې افغانستان پچه وګټله او لمړې یې د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د پیل لوبغاړو ونشو کړای د بنګلادیشي توپ اچونکو په وړاندې ښه وخلیږي او خپلي ویکټې یې پرلپسې له لاسه ورکړې، خو د لوبې په وروستیو شیبو کې د راشد خان او ګلبدین نایب بریدګرې توپ وهنې د بنګلادیش توپ اچونکې وارخطاء کړل او یو مناسب هدف یې مقابل لوري ته وټاکه.

د توپ وهنې په برخه کې شهزاد محمدي ۳۷، حشمت الله شهیدي ۵۸، ګلبدین نایب ۴۲ او راشد خان ۵۷ لوړې منډې ترسره کړي چې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو يې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د بنګلادیش لوبډلې ته ۲۵۶ هدف ورکړ.

د توپ اچونې په برخه کې ټول لوبغاړې ښه وخلیدل او بنګلادیشي توپ وهونکې یې پرینښودل چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي او ټوله لوبډله یې د ۱۱۹ منډو له ترسره کولو وروسته په ۴۲،۱ اور کې له میدانه بهر کړه او لوبه یې د ۱۳۶ منډو په توپیر په خپل نوم کړه.

د توپ اچونې په برخه کې راشدخان د ۱۳ منډو په ورکولو ۲ ویکټې، محمدنبي د ۲۴ منډو په ورکولو ۱ ویکټ، مجیب الرحمن د ۲۲ منډو په ورکولو ۲ ویکټې، آفتاب عالم د ۱۱ منډو په ورکولو ۱ ویکټ، ګلبدین نایب د ۳۰ منډو په ورکولو ۲ ویکټې او رحمت شاه د ۷ منډو په ورکولو ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

راشید خان د خپلې زوکړې د کلیزي په ورځ د لوبې غوره لوبغاړې شو.

راشید خان ته دده د زوکړې د ورځې مبارکي وایو او له لویه خدایه ورته اوږد عمر غواړو تر څو هیواد ته نور ویاړونه هم راوړي.

سبا ته د آسیايې جام سیالیو دویم پړاو پیلیږي چې افغانستان به له پاکستان او بنګلادیش به له هند سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

د افغان اتلانو د بریا په هیله!