راځئ داسې وكړو

افغانان لا اوس هم د فيل په غوږ كې ويده دي ، په دوى كې ځينې یې په دې فكر دي چې صنعت ، كسب او د فابريكوجوړولوته اړتيا نشته، كه څوک روپۍ ولري ، پر مخ تللې تكنالوژي او وسائل به ګرده دده په خدمت كې وي .

په يو مجلس كې تر جاپاني موټرو او لوكسو سامان الاتو پورې خبره راغله ،هلته ناست سپين ږيري چې ځان يې په خبرو پوه او په اقتصادي چارو بلد باله ، وويل: (( له هرې لارې چې وي روپۍ ډېرې كړئ، كه مو جيب تود وو، د دنيا ښكلي موټر او لوكس وسائل به ستاسي وي ، له قيمتي شيانو به يې ګټه اخلئ، څه ضرورت چې په وركشاپونو كې لاسونه تور كړو ، د موټرو پرزې جوړې كړو ، او يا تيشه واخلو لرګي وتراشو، ميزونه او څوكۍ ترې جوړې كړو. نور هيوادونه به يې جوړوي موږ به یې کاروو. ))

ده ته دا معلومات نه وو چې خپله لاسه ګله لاسه . هغه په دې نه وو خبر چې کله ګاندي واك ته و رسېد كميس يې و ايست او د ټولو خلكو په مخكې یې اور ور واچاوه ویې ويل:(( نور بايد هندستان خپل جوړ او خپل واغوندي.))

افغانستان د مولا لپړ هيواد دى، يواځې كښت او نوې تكنالوژي كولاى شي چې دا هيواد پر پښو ودروي كه ددې سپين ږيرو خبرو ته غوږ شو، اخر به لكه د سلطان محمود غزنوي لټان ډوډۍ په خوله كې غواړو.

د اسلام مبارک دین پر نورو تکیه کول ردوي كه مسلمانان غواړي په نړۍ كې د عزت خاوندان شي،په سياسي او اقتصادي لحاظ ازادي ولري، بايد صنعت او كسب ته مخه كړي. دا كار د اسلام له نظره نه دا چې ښه كار دى بلكې كفايي فرض دى. لازمه ده اسلامي هيوادونه د خپل هيواد په هر كونج كې د ژوند د اړتياوو لپاره د هر كسب او صنعت په برخه كې كافي پوهان ولري، تر څو د خلكو اړتياوې پوره كړي .د مسلمانانو سترګې بايد د بل په دسترخوان كې نه وي، دوى بايد خپلې فابريكې او توليدات ولري چې نور نړۍ ورځنې كار واخلي ځكه اسلام يوازنى دين دى چې تر ټولو اديانو يې صنعت ،كسب او تخنيك ته اهميت وركړى .

د اسلامي ستر پوه امام غزالي فرمايي :((هر هغه علم چې د ورځني ژوند د پر مح تګ لپاره ترې كار اخيستل كېږي، زده كړه يې كفايي فرض ده . لكه ډاكتري چې د ځان د سلامتيا په برخه كې ورته اړتيا لرو او يا د حساب علم چې د ورځنيو معاملاتو ، سوداګرۍ او د ميراث د وېش په برخه كې راسره مرسته كوي . دا او دېته ورته د نورو كسبونو پرته ژوند ممكن نه دى . كه په اسلامي هيواد كې كافي اندازه علما ، انجنيران ،ډاكتران او اقتصاد پوهان وجود ونه لري ټول مسلمانان ګناهګار دي . كه يوه ټولۍ وكړاى شي د يو هيواد ستونزې حل كړي ،د ژوند اړتيا وي يې ورپوره كړي ، د ټولو هيواد والو غاړي ورباندې خلاصېږي .

دېته مه حيرانېږئ چې اسلام طب او حساب علم فرض كفايي ګرځولى بلكې ټول ګټور كسبونه لكه خياطي ، بزګري ،ټوکر اوبدل ، مملكت داري ، آن سلماني چې خلكو ته حجامت كوي كفايي فرض دى. كه په يو ښار كې سلمان نه وي خلك به په مرګوني افت اخته شي. چا چې درد رالېږلى دوا يې هم ورسره رالېږلې ، د لاس ته راوړولو وسائل يې هم د انسانانو په واك كې وركړي دي ، انسانان له هغو څخه په ګټه اخيستنې سره مكلف دى . روا نه ده چې انسانان له اسبابو څخه د نه ګتې اخيستلو په صورت كې خپل ځان د هلاكت كندې ته وغورځوي.))

اسلام په وړیا توګه د ډوډۍ خوړلو ضد دين دى ، مسلمانان بايد د ژوند هرې اړتيا ته مثبت ځواب ووايي په دې بايد ونه شرمېږو چې لاسونه مو ولې تور دي، ولې په فابريكو او يا كښت او كروندو كې كار كوو؟ بلكې دا شرم دى چې ټول ژوند مو د بهرينو مرستو دېوال ته تكيه كړې وي . راځئ د څښتن تعالى سپېڅلى كتاب قران مجيد ولولو، هلته به څرګنده شي چې لاسي كسبونو ته لكه پښي، تركاڼي او داسې نورو ته څومره ارزښت وركړل شوی دی او دايې پر انسان ستر نعمت ګڼلى چې خپلې ورځنۍ ستونزې د داسې كسب ګرو په مرسته حل كړي .

الله (ج) د حضرت داود((ع)) په هكله فرمايي:((موږ داود ته اوسپنه ويلي او نرمه كړه، موږ هغه ته امر وكړ ترڅو زغرې ترې جوړي او په اوبدلو كې دقت وكړي .)

په بل ځاى كې فرمايي: (( موږ داود ته د جامو او زغرو د جوړولو چل ور وښود. )) ذوالقرنين يو له هغو مسلمانو واكدرانو وو چې پر ټوله نړۍ يې حكومت كړى دى، نوموړى چې كله د قاف د غره خواته ولاړ ،خلكو ورته شكايت وكړ چې موږ له ياجوج او ماجوج څخه په تكليف يو، زموږ او ددوى تر منځ دېوال جوړ كړه . په قران كريم كې راځي چې ذوالقرنين ورته وويل: ((له ماسره مرسته وكړئ تر څو ستاسو او د ياجوج او ماجوج ترمنځ دېوال جوړ كړم . تاسو همداراز د اوسپني ټوټې راوړئ تر څو اوسپنيز ديوال ددې دوو غرونو سره برابرشي.)) ذوالقرنين وويل : (( مس راته راوړئ تر څو يې ددې ديوال پر مخ واچوم او ياجوج او ماجوج ورباندې پورته نشي او نه يې سورى كړاى شي.))

قران كريم اوسپني ته دومره ارزښت وركړى چې هيڅ ديني او دنيوي كتاب په هغه پسې نشي رسېدلای. الله(ج) فرمايي: ((اوسپنه مې نازله كړه په هغه كې مقاومت او ډېر زور دى او د خلكو لپاره زياتې ګټې دي.))

سره له دې چې اوسپنه په ځمكه كې له كانونو څخه را وځي مګر الله جل جلاله اوسپنه داسې معرفي كړي چې ګواكې له اسمانه را نازله شوې ، تر څو د خلكو په وړاندې يې لويه وښيي ،هر څه چې له پاسه راځي هغه د ارزښت وړ وي .

د اوسپني په ارزښت خو هرڅوك پوهېږي چې اوسپنه د ژوند اساسي اړتيا ده،له ستنې را نيولې تر الوتكې هرڅه له همدې جوړېږي.

همدا اوسپنه ده چې د جاپان په څېر د يو هيواد اقتصاد يې اسمان ته رسولى . د همدې اوسپنې زور دى چې نن زما ليكنه چاپ او تاسو يې لولئ .كه مسلمانان په رښتيا له اوسپني څخه گټه واخلي پر كار يې واچوي ، ماشينونه ترې جوړ كړي يو وخت به وويني چې د افغانستان غوندې خوار هيواد به هم له جاپان سره ډغرې وهي.

زما په نظر د يو هيواد په اقتصاد كې او سپنه او له هغې څخه جوړه شوې، پر مخ تللې تكنالوژي لومړني شيان دي چې د يو هيواد د اقتصاد ګراف لوړولاى شي .

يواځې په اوسپنه يې سر نه سره ورځي موږ ډېرى شيان لرو چې له لرګي څخه جوړ شوي، مسلمانان بايد نجاري ته هم لاس واچوي ، دغه وجه ده چې خداى په قران كريم كې د نوح د كښتۍ داستان بيانوي ،الله(ج) د غرونو په څېر لويو كښتيو ته اشاره كوي فرمايي:د غرونو په څېر كښتۍ د الله جل جلاله د لويي او قدرت لويي نښې دي چې په دريابونو كې ګرځي .))دلته هدف دا نه دى چې يواځې د نوح علیه السلام له كښتۍ څخه بيان وشي بلكې اسلامي امت ته دا ور ښيې چې تاسو هم كولى شئ چې د تركاڼي د كسب په بركت لكه نوح چې د قهر له اوبوڅخه ځان وساته تاسو د خواري له توري بلا څخه ځانونه وساتئ .

هر كسب او كار چې د ټولنې په درد وخوري ، ګټه ورته ورسوي ، د صالحو اعمالو په ډله كې حسابېږي. د اسلام مبارك دين ډېرو داسې كسبونو ته چې خلك ورته په خوارو سترګو ګوري او له ځان سره يې مناسب نه ګڼي ارزښت وركړى دى. لكه شپني چې ډېرى خلك شپانه ته د سړي په سترګه نه ګوري ، ان د ماشومانو لا هم نظر تر اوښتى وي ، په ګوروان او شپون پسې له شا د خولې پېښې كوي.

مګر رسول الله د شپني په هكله فرمايي : ((هيڅ پيغمبر د الله له لورې نه دى راغلى چې پسونه يې نه وي څرولي.)) پوښتنه ځينې وشوه :تاسو هم ګډان څرولي ؟ د الله استازي وفرمايل :بلې، ما د مكې د خلكو پسونه د څه اندازې مزدورۍ په بدل كې څرول.))وګورئ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چې د ټولو رسولانو سالار او د اسلامي امت امام و بيا هم خپلو پيروانو ته دا خبره ځكه كوي، ترڅو هغوى پوه كړي چې كارګرانو ته احترام وکړي ، دوى دي چې ټولنه له خوارۍ څخه ساتي ، همدا په خاورو ككړ شپانه او ګوروانان دي موږ يې په لوړو بنګلو كې ددوى د ستړيا محصول يانې شيدې خورو ، همدا د صنعتي هيوادونو د خلکو د تورو او تڼاکو لاسونو زور دى چې موږ نن په الوتکو كې سپرېږو .

لازمه ده چې افغانان په هغو كسبونو چې زده يې وي خوښ اوسي ځکه په همدې طریقه ددوی اقتصاد غښتلی کيږي. په صنعت كې نامي هيوادونه هم له پلار او نيكه اباد نه وو ، دوى هم يو وخت زموږ په څېر غران تر ګنډه ښکی ، خو دوى د افغانانو غوندې لاس تر زني ناست نه وو ، بلکې خولې يې توى كړې ، له مټو يې كار واخيست ، بلاخره اوس يې سرونو ته لاس نه رسېږي ، د صنعت له بركته په روپو گاټي كوي ، هر څه په زحمت كې پټ دې که د جاپان په څېر هر هيواد كه خواري وكاږي ،ټول به ورته ګوته په غاښ وي