راځئ نورو ته دندې ورکړو!

لیکوال: – وسیم عثمان

دې ورځو کې ډلې ډلې ځوانان په کور د ننه او نړيواله کچه له پوهنتونونو فارغېږي. انجینري، اقتصاد، سوداګري، بازار موندنه، اداره او محاسبه، سیاست او حقوق… هغه څانګې دي چې په څلورو (کم او زیاتو) کلونو کې ترې په ډېرو خواريو او زاريو د لېسانس په کچه خلک فارغېږي. د دغه مزل په وهلو کې محصلان له رنګارنګ ستونزو سره مخ کيږي. د وړتیاوو تر لاسه کولو لپاره له ډيرو اړتياوو تېريږي. یاران او خاندان یې د ثمر په تمه وي، د مور او پلار ورته هیلې او د خویندو، وروڼو ورته سترګې وي. څوک ترې په پور فارغ شي او څوک په پېغور. بس تکړه هغه دی چې سند تر لاسه کړي. د پوهنځي په لومړیو سمسترونو کې له ځانه پورته بل څوک نه مني او نه يې ویني. فکر کوي چې فارغ شي نو که وزارت نه وي، معينيت خو به خامخا ور رسيږي. دغه تقاضا د وخت په تېرېدو سره کمېږي، په وروستي سمستر کې د وزارت خوب تر مدیریت راښکته شوی وي، خو چې کله مارکېټ ته راشي، نو د ځان په څېر زرګونه وزګار ځوانان وويني. هلته بيا وايي، چې مازې یوه وړه بوختیا هم ومومم ښه ده. نن سبا په افغانستان کې د بې روزګارۍ ګراف تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی. لسګونه زره د لېسانس، ماسترۍ او ان دکتورا سندونو درلودونکي ځوانان نه شي کولی چې يوه وړه دنده هم ومومي. د یوې کوچنۍ دندې لپاره په سلګونو غوښتنلیکونه وړاندې کیږي، ښايي ته او ستا په څېر لسګونه نور مناسب او وړ کاندیدان د دې دندې لپاره اړوندې ادارې ته غوښتنلیکونه وسپاري، خو اداره یوازې یوه نفر ته اړتیا لري، نو ضرور نه ده چې دا دنده حتمي ته تر لاسه کړې. زه ډير ملګري پېژنم، له ښو پوهنتونونو په کادري نومرو فارغ شوي، کلونه وشول چې بې روزګاره ګرځي. ځان پر خپله کورنۍ بوج ګڼي او نهيلي برېښي. که همدې ځوانانو له خپلو اړتیاو څخه د ګټې اخیستنې په يو بل اړخ هم فکر کړی وای، او بل چا ته د کار کولو پر ځای یې پخپله دندې رامنځته کړې وای، ښايي نن یې د ځان تر څنګ څو نورو مسلکي کسانو ته هم کار روزګار ورکړی وای. اړینه نه ده چې پیل په غټ کار او لویې پانګې سره وکړی، له خپل وس سره سم او مناسب کار پیل کړئ، د وخت په تېریدو ورته پراختیا ورکړئ، په لومړیو کې زيان ته زړه ونیسئ او حوصله له لاسه مه ورکوئ. د کار له پیل کولو وړاندې بايد یوه ایډیا ولرئ، له هغو ملګرو سره چې باور پرې لرئ خپله ايډیا شریکه کړئ، د هغوی له خوا درکول کېدونکې مثبتې او منفي مشورې په پام کې ولرئ. د عملي کار لپاره سمه لاره وټاکئ، ځینې خلک مو ښايي ملاتړ وکړي او و مو هڅوي، ځینې نور به مو بې زړه کړي او له زيانه به مو و ويروي. دغه ډول فشارونو ته اماده اوسئ. ځان ته یو هدف وټاکئ او پر ټولو چارو لومړيتوب ورکړئ. د تر لاسه کولو لپاره يې پر مختلفو لارو چارو فکر وکړئ. په یوازې ځان د کار پیل کول یو څه ستونزمن وي. که غواړئ له بل چا سره په ګډه کار پیل کړئ نو داسې ملګری وټاکئ چې تاسو پرې تکيه کولای شی او د کار په هغه برخه کې درسره مرسته کولای شي چې تاسو ورته اړتیا لرئ. لوړ فکر کوئ خو پیل له عادي کارونو وکړئ. اړینه نه ده چې پیل له غټې فابریکې او کارخانې وکړی. د خپلو پیسو په تناسب کار پیل کړئ، زیاتې پانګې ته د اړتیا په صورت کې کولی شې نور ملګري پیدا کړئ او د پانګې په تناسب ورته په ګټه کې برخه ورکړئ. د کار لپاره مناسب ځای وټاکئ، او په پای کې لږ تر لږه یو بدیل له ځانه سره ولرئ، چې د زيان په صورت کې ترې ګټه واخلې. په نړۍ کې له دوو زرو ډېر ميلیاردران دي، چې پانګه ورته له پلرونو او نيکونو په ميراث نه ده پاتې شوې او نه یې هم د افغانستان د ميلیونرانو په څیر د جهاد او مقاومت په نومونو د ملت شتمني لوټ کړې ده. د دوی اکثریت له صفره پیل، بیا همت او کار کړی دی. امریکايي ميلیاردر، سیمل والټن په کوچنیتوب کې ورځپاڼې پلورلې. نوموړي په دیارلس کلنۍ کې کار پیل کړ، د اونۍ شپږ ورځې یې دوولس ساعته کار کاوه. چینایي ميلیاردر لیکا شینګ د فقر له امله په کوچنیتوب کې ښوونځی پرېښود. لیکا د ژوندي پاتې کیدو لپاره کار پيل کړ. نوموړي د پلاسیتک جوړولو په یوه کارخانه کې کار پیل کړ، خو نن له دیرش ميلیارد ډالرو ډيره شتمني لري. مشهور امریکايي ميلیاردر او د مایکرو سافټ مالک، بیل ګیټس د پوهنتون په دوره کې نسبتا کمزوری محصل وو، تکړه ټولګيوال یې اوس تر لاس لاندې د مایکروسافټ په کمپنۍ کې کار کوي. دلته یو بد کلتور دا هم دی چې لوستي ځوانان په خپل کار کولو شرمیږي خو بل ته په کار کولو وياړي. دلته خلک فکر کوي، څوک چې له پوهنتونه فارغېږي نو بايد حتما چېرته دنده واخلي. همدې بد فکر زموږ لوستې طبقه بې کاره کړې او د اختراعاتو مخنیوی یې کړی. که یو لوستی ځوان بل چا ته د سل زره افغانیو څخه یو ميلیون افغانۍ جوړولی شي، نو همدا ځوان نه شي کولی چې له خپلو لسو زرو افغانیو څخه یو لک جوړې کړي؟ د ټولنې شتمن هېڅکله نه غواړي چې خلکو ته دندې پیدا کړي، دوی دندې له مینځه وړي، څو بې روزګاري زیاته شي، د بې روزګارۍ په پایله کې د کاریګر اجوره کمېږي، د اجورې د کمېدو په صورت کې د فابریکې د مالک (شتمن) د ګټې سلنه پورته ځي. نو خبره مې دا کوله، چې که غواړئ هوسا او ازاد ژوند وکړئ، که غواړئ چې د بل چا تر امر لاندې نه وی، که غواړئ چې په کار پسې د ګرځېدلو پر ځای نورو خلکو ته د کار زمینه برابره کړئ، که غواړئ چې په کال کې د شل ورځې رخصت پر ځای په خپله خوښه رخصتي ولرئ، که غواړئ چې په خپله ټولنه کې مړی ژوندی او راشه درشه ولرئ او که غواړئ چې په راتلونکې کې په خپل لاس ګټل شوي ډير شته او مال ولرئ نو خپل کار پیل کړئ. هم ثواب او هم خرما