د انعکاس راډیو په هکله

انعکاس ایف ایم خصوصي، ازاده او ناپېیلې راډیوده چې په ننګرهار ولایت په جلال اباد ښارکې له ۱۳۹۰ لمریزکال د جوزا له ۶ راهیسې فعالیت او نشرات کوي . او دیوکیلو واټ ترانستر په لرلو سره نږدې پنځه ولایتونه ( ننګرهار ، کونړ ، لغمان ، خوست ، پکتیا او دکوزې پښتونخوار قبایلي سیمې) ترخپل صفا پوښښ لاندې لري او نږدې (۵۰۰۰۰) زره همېشني اوریدونکي لري تردې دمه انعکاس راډیو دخپلې ټولنې درښتیني خدمت له پاره او دموجوده حکومت دپالیسیو په پام کې نیول سره خپل نشرات کړي او کوي يي . انعکاس راډیو افغاني ټولنه دموجوده جګړه ایزه ستونزوڅخه دخلاصون او سولې او پرمختګ خواته دبوتللو په برخه کې بېلابېلې دینې ، ټولنیزې ، سیاسې ، ادبي اوتفریحي  خپرونې  لري .

انعکاس راډیو ټولو ژورنالستیکواصولو ته ژمنه ده او پلي کول يې خپل ژورنالستیک مسولیت بولي . او خپلو دیني ، ملي ،هرهنګي او  دیموکراتیکو ارزښتونو او دهېواد موجوده درسنیوقانون ته وفاداره ده .

انعکاس راډیو هره ګړۍ په دې کوښښ کې ده چې خپل نشرات لا پراخه او دخپرونو څرنګوالی نورهم ښه کړي ،څو لاډېر داوریدونکو دخوښې وړ وګرځي او دهغوي ذوق خړوب کړي .

ترانسمیتر: دوه کیلوواته ( ۲۰۰۰) واټه

انتینا : اتیا ( ۸۰) متره

څپه : ۹۷.۱ ( ایف ایم )

خپرونې : ۲۴ساعته

دپوښښ سیمه : ننګرهار، کونړ ،لغمان ، نورستان ، خوست ، پکتیا او دکوزې پښتونخوا ځینې سیمې .