پنجشنبه , 25 اپریل 2024

رنبیر کپور دوکه باز دی؛ عالیه ته دوکه ورکوي

د رنبیر کپور او عالیه بټ د مينې کیسه اوس د هر چا په خوله ده. دا دواړه سینمايي ستوري له تیرو څو میاشتو راهیسې د مینې په دام ګیر دي.

په ورته وخت کې د عالیه مینوالو نوموړې ته خبرداری ورکړی، چې رنبیر کپور وفادار انسان نه دی او شاید چې له عالیه سره دوکه وکړي.

د عالیه مینوالو د رنبیر کپور مخکینۍ اړیکې د ثبوت په اړه راوړي او وايي، چې رنبیر کپور لومړی له ډیپیکا پاډوکون او بیا له کټرینا کیف سره اړیکې درلودې؛ خو دواړه يې په نیمه لار کې پریښودې.

له دې وروسته يې بیا د ماهره خان سره ګډ عکسونه خپاره شوه، چې د نیویارک په یو هوټل کې اخیستل شوي وه. اوس هم داسې شک دی، چې رنبیر کپور د ماهره خان سره اړیکه لري.

تازه د عالیه او رنبیر د یارانې په اړه، د عالیه مینوالو ټویټونه کړي، او عالیه ته يې خبرداری ورکړی، چې رنبیر درسره دوکه کوي.

یو مینوال يې په ټویټر لیکلي: “رنبیر کپور وفادار انسان نه دی. هغه که واده هم وکړي، خپلې میرمنې سره به دوکه کوي. هغه به یو ښه ملګری وي، خو یو ښه خاوند نه شي جوړیدای.”

رنبیر کپور وروستی فلم سنجو خپور کړ، چې اوس هم په سینما روان دی او تر اوسه يې له ۳ سوه کروړه زیاتې پیسې ګټلي.

ژباړه شریف شاهین