پنجشنبه , 25 اپریل 2024

رنبیر کپور سره د ماهره خان سګرت څکولو جنجال جوړ کړی

وروسته له هغې، چې د بالیووډ د وتلي ستوري رنبیر کپور او پاکستانۍ اداکارې ماهره خان د ګډ سګریت څکولو عکسونه په انټرنیټ خپاره شوه، د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو يې په وړاندې غبرګون وښود.

په عکسونو کې رنبیر کپور او ماهره خان په نیویارک کې د یو هوټل بهر سګریت څکوي.

ماهره په عکسونو کې نیمه بربنډه ښکاري.

له کله چې دا عکسونه په ټویټر خپاره شوي، ماهره خان په لوی جنجال اوښتې. د ټولنیزو رسنیو ګڼ کاروونکي په هغې د سګریت څکولو او نیمه بربنډ جامو اغوستلو له امله انتقاد کوي.

خو رنبیر کپور بیا په خپل وروستي ټویټ کې ویلي، چې ماهره خان یوه باشخصیته اداکاره ده او دا هغې ته ډیر احترام لري.

نوموړي له خلکو غوښتي، چې لطفا په ماهره خان له منفي تبصرې کولو څخه تیر شي.

د بالیووډ ګڼو نورو اداکارانو هم د ماهره خان ملاتړ کړی او د هغې په شخصي ژوند کې د خلکو لاس وهنې ناسمې بللې دي.