پنجشنبه , 25 اپریل 2024

روزګان کې سند کې د موټر بندېدو پېښه کې لس تنه مړه شوي دي

دغه پېښه پرون د روزګان ولایت ګيزاب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې، کله، چې د واده موټر د روزګان د ګيزاب ولسوالۍ اړوند هلمند سند کې بند شو او اوبه ورغلې.

د روزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل وایي، چې په دغه پېښه لس تنه، چې ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي مړه شوي دي.

طالبانو بيا ویلي، چې ياد موټر د افغان دولت لخوا د يوه تخريب شوی پله له امله سند ته لوېدلي او پکې ۸ تنه ملکيان مړه شوي دي.

د روزګان ولایتي مسوولينو تر اوسه د طالبانو دې نظر ته غبرګون نه دی ښودلی.