پنجشنبه , 28 مارچ 2024

روسیه وایې، د ترکیې او سوریې پوځونه به جګړې ته پرې نږدي

داسې حال کې چې د سوریې شمال کې د ترک پوځ عملیات روان دي، روسیې ویلي، دوی به د سوریې او ترکیې پوځونه خپلمنځي نښتو ته نه پرېږدي. روسیه د سوریې ولسمشر بشارالاسد حکومت له مهمو متحدینو یو دی.

د سوریې لپاره د مسکو ځانګړی استازی الکساندر لاورینتيېف وايي:

”دا به هېڅ د زغملو نه وي او له همدې کبله به موږ په هیڅ صورت د داسې کېدو اجازه ور نه کړو. ”

ترکي چارواکي ادعا کوي چې د پولې له سیمې یې د کردي ځواکونو پر شا تمبولو په موخه دغه عملیات پیل کړي دی.

تر اوسه په نښتو کې لسګونه ملکي خلک وژل شوي دي او ملګري ملتونه وايي، ۱۶۰ زره کسان په سیمه کې له خپل کور کلي تښتېدلي دي.

لاورینتيېف متحدو عربي اماراتو ته د یوه سفر پر مهال د سوریې په خاوره کې د ترک پوځ عملیات د ‘ نه منلو وړ ‘ بللي.

نوموړي زیاته کړه، ترک او سوریايي چارواکو په اړیکه کې دي چې د کوم احتمالي بحران مخه ونیوله شي.