سه شنبه , 23 اپریل 2024

روسیه: په نږدې راتلونکي کې به په پراخه کچه پوځي تمرینات ولرو

د روسیې دفاع وزارت وایي، چې دوی به په نېږدې راتلونکې کې په پراخه توګه ۱۶ پوخي تمرینات ولري او په دې پوځي تمریناتو کې به کروز او بالستیکي توغندي په عملي توګه کارول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې دفاع وزارت د روان ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې پوځي تمرینات کړي و، چې په کې د ۱۲ زره سرتیرو ګډون سربېره، ۲۱۳ توغندي، ۱۰۵ الوتکې،۱۵ عادي جنګي بېړۍ او پنځه اتومي اوبتلونه کاریدلي و.

د نړیوالو پوځي همکاریو لپاره د دې وزارت ریاست وایي، چې په دې تمریناتو کې به (SS-29) او (SS-N-23) توغندي هم کارول کیږي.