د روسیې د اضطراري حالت د ادارې چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې د یوې روسۍ الوتکې د لوېدو په نتیجه کې د هغې پېلوټ مړ شوی دی.
روبینسن آر ۶۶ الوتکه تیره ورځ د روسیې د تور سمندرګي په غاړه اناپا سیمې ته نېږدې د مالې اوتریش په غرونو کې ولوېده.
د سیمې د اضطراري حالت د ادارې چارواکي وايي چې په الوتکه کې یوازې پېلوټ سپور و.
دوی دغه راز ویلي چې د الوتکې د غوځېدو له کبله پر ځمکه چا ته زیان نه دی اوښتی.