روسیې د نه ماتېدونکي ورورۍ په نوم تمرینات افغان پولي ته نږدې پیل کړي

دافغانستان پولې ته نږدې روسیې او ملګرو هیوادونو یې پراخه نظامې تمرینات پیل کړي روسیه وایې چې په دغه تمریناتو کې ورسره شپږوهیوادونو برخه اخیستې ده.

روسیې دغه تمریناتو ته (د ۲۰۱۹ کال نه ماتېدونکي وروري) نوم ورکړی دی

د روسیې په مشرۍ په دې تمریناتو کې تاجکستان، بلاروس، ارمانیا، قزاقستان، قرغزستان او روسیې برخه اخیستې ده.

روسیه وایي ددې تمریناتو موخه د هغو تهدیداتو پر وړاندې تیاری ښودل دي چې د نړیوالې ترهګرۍ له لوري مرکزي اسیا او روسیې ته متوجه دي.

روسي چارواکي وايي چې دا تر ټولو ستر نظامي تمرینات دي او دا لړۍ به ادامه پیدا کړي.