سه شنبه , 23 اپریل 2024

روغتونونو کې د لاس نه مینځل هر کال ۸ میلیونه کسان وژنی

د روغتیا نړیوال تنظیم ویلی چې یواځې په روغتونونو کې هر کال د لاس مینځلو په مټ د ۸ میلیونه انسانانو ژوند ژغورل کیدلی شی.

دغې ادارې ویلی چې هر کال روغتونونو کې د لاس نه مینځلو له کبله د زخمونو ځآیونه مکروبی کیږی او لدی کبله دغه مرګ رامنځته کیږی.

د پاکوالی نړیوالې ورځې په پلمه خپرې شوې اعلامیې کې دغه تنظیم د روغتیا برخې ټولو کاریګرو باندی غږ کړی چې میکروبو مخنیوی لپاره د لاسونو پاکوالی ته په توجه سره د سلامتیا کچه لوړه کړی.

د نړیوالې روغتیا تنظیم ویلی چې د روغتیایی پاملرنې اړوند خپریدونکې میکروب کچه په ختیځو منځنیو هیوادونو کې د ۱۲ او ۱۸ سلنه ترمنځ ده.

دغه تنظیم ویلی چې سږکال د پاکوالی نړیوالې ورځې د لمانځلو پروګرامونه له هغه سرایت څخه راڅرخیږی چې د جراحت ځای ته رسیږی او په ځآنګړی ډول روغتون ته د ناروغ ننوتلو سره سم د لاسونو مینځلو او بیا تر عملیاتو رسولو، او بیا له عملیات وروسته آن تر رخصت کیدلو پورې پاکوالی تضمین کړی.

دغې نړیوالې ټولنې ویلی چې د روغتیایی پاملرنې اړوند میکروبونه زیاتره وخت د روغتیا برخه کې د کاریګرو کسانو له لاسونو مریضانو ته لیږدیږی.

تنظیم زیاتوی کم او متوسط عائد لرونکو هیوادونو کې ترټولو زیات لیږدیدونکی میکروب هغه دی چې عملیات شوی زخم ته لیږدیږی او تقریبا د جرحی مداخلو ۱۲ سلنه تشکیلوی.

جمال ابراهیمی