رولا غني وايي، جنرال دوستم نظر بند شوی دی

رولا غني له لندن ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د جنرال دوستم په اړه «قانون پلی شوی دی».

دده په خبره، ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي د احمد ایشچي قضیه کې جنرال دوستم محاکمه کړي، او له دې امله پر ولسمشرۍ ماڼۍ موجوده فشارونه راکم کړي.

د ولسمشر غني مېرمن ویلي «دی [دوستم] تر اوسه خپل کور کې دی؛ خو په یو ډول کورني بند کې دی او رسمي دولتي چارې نه ترسره کوي».

دوستم له هغې وروسته تر فشارونو لاندې دی، چې د احمد ایشچي له خوا په جنسي ځورونو تورن شوی. جنرال دوستم شاوخوا یوه اوونۍ خپل سیمه‌ییز سیاسي حریف، احمد ایشچي په شخصي بند کې ساتلی و.

جنرال دوستم تر دې دمه د رسنیو له سترگو پټ دی؛ خو تیره ورځ  يې په یوه ټلویزیوني پیغام کې یې خپلو پلویانو ته ویلي دي: «ځینې خبرې شته، خو زه نه غواړم تاسې اندېښمن کړم. له هغې راهیسې چې سیاست کوم تل زما پر ضد توطیې شوې دي».

په همدې مهال د جنرال دوستم ستر سلاکار حمید الله واېي، چې جنرال دوستم اوس هم د ولسمشر لومړی مرستیال دی او هرې خواته آزادنه تګ راتګ کولای شي.

خو احمد ایشچي جنرال دوستم وحشي بللی او واېي، چې یوازې په جوزجان کې ۵۰۰  کورنۍ د جنرال دوستم د کسانو له تجاوز سره مخ شوي دي.

ایشچي خبرداری ورکوي که، دولت د دوه اوونیو په ترځ کي پرېکړه ونکړي؛ نو لاریو نه به وکړي او ولسمشرۍ ته غزیدلې لارې به وتړي.