پنجشنبه , 18 اپریل 2024

روماتیزم څه ‌‌‌‌‌‌ډول ناروغي ده؟

رماتیزم یوه اټو امیون ناروغي ده چی دستوني Group A Streptococcal باکتریا څخه وروسته رامنځ ته کیږی دغه باکتریاوی په منضم نسج کی دالتهاب په خاص په زړه،بندونو،دوینی رګونوو دپوستکی subcutaneous کی لیژونه کی رامنځ ته کوي

‎زیاتره ماشومان چی عمرونه یی له ۶ څخه تر ۱۵ وي په دی ناروغی اخته کیږی خو له دی راپه دیخوا عمر کی خورا ډیره ریاته لیدل کیږی ده دغه تبه نژدي شل ورځی وروسته له دستونی اخته کیدو څخه رامنځ ته کیږی

‎نښی نښانې:

‎دبطن دردونه، دزړه مشکلات چی کیدای شی اعراض ونه لري او یا کیدای شی ولری لکه د دتنفس لنډوالي،دسینی دردونه، دبندو دردونه، دبندو التهاب په زیاته توګه د (زنګانه،څنګلی، مړوند او بجلکی بندونه) همدارنګه دبندو پاړسوب،سوبخن او ګرمه دپزی خونریزي، دپوستګی نوډولونه دپوستکی rash همدارنګه دپوستکي eruption پرتنه او دبازو په علوي برخه کي همدارنګه دعضلاتو کمزوری همداسی نور ددی ناروغی علایم دي

‎څنګه روماتیک fever تشخیص کولای شو؟؟

‎دغه ناروغۍ مختلف شکلونه لری داسی test وجود نه لری چی دا ناروغی په پوره ډول تشخیص کړی ډاکتر باید په احتیاط سره ناروغ معاینه کړي دناروغ دزړه داوازونه پوستکي او بندونه وګوری

‎که چیری ډاکتر په شک کی وی چی دا شخص روماتیک تبه لری نو باید تشخیص یی د مختلفو ټیسټونو اوdigonostic criteria په اساس وشی

‎دلته دروماتیک تبی دپاره ساده ټیستونه هم نشته همدارنګه د American heart Association modified Jones criteria چی دلومړی ځل دپاره په ۱۹۹۴ کال کی خپور شو له ډاکتر سره مرسته کوی تر څو یو سالم تشخیص ته ورسیږی

‎ـJones criteria د American heart Association یوه معلوم لارښود دی چی له ډاکترانو سره روماتیک تبی په کلینکی تشخیص کی مرسته کوي

‎دروماتیکی تبی دپاره دوه غت criteria او یو کوچنی criteria اود ستونی streptococcus یوه مثبته تاریخچه ضروری ده تر څو دروماتیکی تبی تشخیص ته ورسیږی

‎دغت criteria تشخیص کي دمختلفو بندونو التهاب،(poly arthritis) دزړه التهاب(cardits) تر پوستکی لاندی نوډلونه(subcutaneous nodules) همدارنګه دپوستکی سوروالی( erythema marginatum) موجود وی

‎او په کوچنی criteria کی به تبه، لوړ ESR دالتهاب لابراتوری نښی، دبندونو دردنه،EKG تغیرات، به موجود وي

‎روماتیکه تبه څنګه تداوی کولای شو؟

‎دتداوی دپاره په لومړی قدم کی باکتریا چی د اټو امیون اصلی سبب ده له منځه وړو.

‎چی ددی مقصد دپاره معمولا ناروغ ته penicillin توصیه کیږی که چیرته ناروغ له penicillin سره الرژی ولری نو erythromycin او نور انتی بیتک ورته توصیه کیږی

‎همدارنګه د دبندونو دپاره باید aspirin او یا اسپرین اړوند درمل باید په لوړ ډوز استعمال شی تر څو کلینکی علایم راکم شی

‎دزړه د التهاب دپاره باید لوړ ډوز Steroid او دزړه نور درمل توصیه شی تر څو التهاب کنترول کړی دایو جدی حالت دي ناروغ باید بستر شی

ژباړن:رسولي