پنجشنبه , 25 اپریل 2024

رومي بانجان او پر بدن یې اغېزې

ژ: حمیدالله حمیدي

څېړنو ثابته کړې چې د رومي بانجانو دانې کولی شي د یوه طبیعي درمل په توګه د اسپرینو په څېر ګټورې تمامې شي. څېړونکو د رومي بانجانو په دانو کې داسې مواد کشف کړي چې د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي، په بدن کې د وینې له جریان سره مرسته کوي او د اسپرینو په څېر کار ورکوي.

همدا اوس ګڼ شمېر کسان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسپرین کاروي، څو د وینې له لخته یا ټینګېدو یې مخینوی کړی وي، په داسې حال کې چې اسپرین له خپلې ښېګڼې سره سره ځینې جانبي عوارض هم لري او په معده کې د وینې بهېدنې لامل کېږي.

روغتیاپالان وایي، د سرو بانجانو د دانو له خوړلو درې ساعته وروسته په بدن کې د وینې جریان خپل نورمال حالت ته راځي او دغه چاره تر ۱۸ ساعتونو پورې دوام کوي.

یوه څه ته مو باید پام وي چې د سرو بانجانو د دانو په کارولو سره په خپل سر د اسپرینو کارول پرې نه ږدئ، بلکې له خپل معالج ډاکټر سره هرو مرو مشوره وکړئ.