چهارشنبه , 24 اپریل 2024

روژه نیول د زړه او کینسر د ناروغۍ مخنیوی څنګه کوي !

په واشنګټن کې د (آپ سیدرن کلیفورنیا پوهنتون) ډاکټرانو تشخیص کړي چې روژه نیول د سرطان او زړه د ناروغۍ مخنیوی کوي .

څیړونکو ویلي چې له څیړنو ثابته شوي چې که چیری په یوه میاشت کې پنځه ځله د کیلوریز نیم مقدار وکارول شي نو د کینسر ، شوګر او زړه د ناروغۍ مخنیوي کوي .

د ډاکټرانو په وینا لږ تر لږه تر شپږو ساعتونو پوري په یوازي اوبو باندي اکتفاء کولو سره پر روغتیا مثبت اثرات پریوزي

دوی ویلی چې : د روژې په نیولو سره په جسم کې د انسولین مقدار بهتر ساتل شوی وي ، د هاضمې سیستم درست وي .

ماهرانو ویلی چې : روژه د عمر د اضافه کیدلو سبب کیږي ، په هغو هیوادونو کې چې روزه نیوله کیږی ؛ له تحقیق نه دا څرګنده شوی چې له لږ خوراک سره پر هاضمي سیستم زور نه راځي ، په انساني خلیو کې د کار کولو وړتیا زیاتیږي ، اوپه دماغي وړتیاوو باندي مثبت اغیز پریوزي

د ډاکترانو په وینا په هره میاشت کې پنځه ځله روژه نیول د ښه صحت لپاره ډېر ارزښتناک دی .