پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ریچا چډا پاچا خاني پيل کړې

په پښتنو کې مشهوره ده چې پاچا خاني په کار ده. دوی دغه خبره د تشدد د نه کولو او په غونډو او مېلمستياو کې د کم مصرف کولو له‌پاره کوي.

راځئ نن چې د هندي سېنما يوې ستورې هم پاچا خاني پيل کړې ده.

ریچا چډا به ښه پېژنئ، هغه که څه هم د لومړۍ درجې ستورې نه ده، خو بیا يې هم ځینې خویونه لکه د خانانو دي.

ریچا چډا په هغو محفلونو کې ګډون نه کوي چې زیات لګښت پرې کېږي.

دې په خپله يوه ځانګړې مرکه کې ویلي، په خپل ژوند او خویونو کې ډېره حساسه ده او په ډېرو وړو خبرو یې زړه ته عجیبه عجیبه کیسې راځي، ځکه نه غواړي په داسې لویو او لوړلګښته غونډو کې ګډون وکړي.

هغې په خندنۍ لهجه وویل، په دغسې غونډو کې د ګډون بلنه هم اوس نه ورکول کېږي.

سرخط