پنجشنبه , 25 اپریل 2024

زاخیلوال: د سولې لپاره باید بښنه اعلان شي او طالبان په حکومت کې شریک کړل شي

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وايي د افغانستان ستونزه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده. نوموړي له ډېوې راډيو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان ستونزه د جګړو او سرتېرو پر مټ نه بلکې د افغان لورو تر منځ پر مخامخ خبرو او مذاکراتو حل کېدای شي. هغه همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د حل لپاره باید عمومي بښنه اعلان شي او طالبانو ته په حکومت کې واک ورکړل شي. زاخېلوال زیاته کړې، چې اوسني طالبان هغه پخواني طالبان نه دي او اوسني بهیر یې نوي رنګونه پیدا کړي دي. افغان سفیر وايي په سیمه کې روانې ناندرۍ یوازې د همکاریو له لارې حل کېدای شي. هغه دا هم ویلي، چې پاکستان او افغانستان له همکارۍ پرته بله لار نه لري. زاخیلوال له پاکستان غوښتي چې د افغانستان د ثبات لپاره دې په رښتینې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او ددوی له ملاتړه لاس واخلي.