پنجشنبه , 18 اپریل 2024

زده کوونکي باید له سیاسي مسایلو لري وساتل شي

پوهنې وزارت وايي، د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست ،په محفلونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ګته اخیستل په کلکه منع دي او هېڅ حقیقي او حقوقي شخص ته به اجازه ور نه کړل شي، چې په تبلیغاتو، لاریونونو، غونډو او ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځو له زده کوونکو څخه ګټه پورته کړي.

پوهنې وزارت دا پرېکړه، د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو، د ښوونځيو زده کوونکو ته د جسمي او روحي زیان له اوښتو څخه د مخنیوي او په سیاسي مسایلو کې د پوهنې د نه لاسوهنې او بې پرېتوب د ساتنې په موخه کړې د