زده کړې مه ځنډوئ!

لیکوال: الله داد مومند

لکه څنګه چې موږ او تاسي ته د لمر په څېر روښانه ده. هېواد مو تقریباً د څه د پاسه د درې لسېزو په جریان کې جنګ- جګړو او نورو ناخوالو ځپلى و او لاهم د جګړې لمن ټوله نه ده. جګړه هغه بدرنګه پدیده ده چې د هېواد له وګړو یې سکون، ارامتیا، خوشالي،زده کړه، مال دولت او داسې نور…….اخیستي او بې برخې دې ترې.

دا چې په لوړه پیمانې سره زموږ هېواد او افراد یې ځپل شوي او له هرڅه محروم پاتي دي، دا نو زموږ لپاره د تاسف ځای دی.

راځم اساسي او د موضوع اړوند خبرو ته لیکل مې په دي پار دي چې زموږ د هېواد ځوانه طبقې، ډېرې هیلې، ډېری ارمانونه په زړه لري او ستر ارمان یې پوهنتون دوره سرته رسول او دیپلوم اخستل دي.

الله داد مومند

ماته او تاسو ډاګېزه شوي چې د فساد ریښو په دولتي پوهنتونونو کې زموږ فارغه شوي وګړي نه جذبېږي، حال داچې استعداد او اهلیت به هم لري، خو دا هرڅه برعکس دي، هغه څوک بریالي کېږي، چې په حکومت کې اړیکې، رابطې او یا هم فیسې ولري.

هغه محصلین چې دولتي پوهنتونونو نه بې برخې شي او د بډو، رشوت، فساد او دزیاتو اړیکو ښکار وګرځي، دوی بیا هم نه مایوسه کېږي او خپل همت د لاسه نه ورکوي او سمدلاسه خصوصي پوهنتونونو ته مراجعه کوي، که څه هم دېری خلک په دي باور دي چې څوک خصوصي پوهنتون کې زده کړي کوي، دوی ډېر شته لري، خو دا باور یې بلکل ناسم دی ځکه چې خصوصي پوهتنونونو کې ټول عریب، نادره او بیوزله خلک یې وایي، دوی چې پوهنتون خپله ستره هیله ګڼې، په وزګار وخت کې کارونه ترسره کوي او د پوهنتون میاستنې فیس ته او همداشان د اطاق هرچه برابره وي.

خو ځینې خصوصي پوهنتونونو مشران، استاد له یو داسې چال چلند څخه کار اخلي چې هېڅ د محصل پر وړاندې خوند نه کوي.

زیات انسټېټوټونه او خصوصي پوهنتنونونه مې ولیدل چې د خپلو زده کړیالانو سره د ښه برخورد نه کار نه اخلي او زده کړیال چې ترې څه غوښتنه کوي او یا هم خپل حق ترې غواړي هېڅ غوږ هم ورته نه ږدي او نه د خبرو وخت ورکوي.

بل منفوره کړنه دا ده چې د محصلینو نه د ننګرهار په یو شمیر خصوصي پوهنتونونو کې فیشه کي روپې اخستل کېږي ، ما وړاندې یادونه وکړه چې زموږ هېواد جنګ جګړو، بدو روسمونو او تورتمونو زموږ له خلکو هر څه اخستي او د غربت څپېړو په مخ وهلي او لاهم دا لړۍ جارې ده.

زه پوهېږم چې ټول زده کړیالان دا درک کوي او په دي اګا دي چې د خصوصي پوهنتونونو خرچې او مصارف لوړ دي، هېڅ کله هم ستاسي حق نه خوري او هڅه به کوي چې په خپل وخت میاشتنی فیس درکړي.

په ورستې برخه کې د خصوصي پوهنتونونو له ریېسانو او استادانو غوښتنه لرم، خیر دی که د زده کړیال میاشنی فیس وځنډیده، خیر دی حوصله وکړئ، خیر دی فیشکي ترې مه اخلې، خیر دی وخت ورکړئ او په ورین تندې ورسره وغږېږئ، دوی به له تاسي خوښ وي او خپلې زده کړې به په ارامه او خوږلنه فضا کې سرته ورسوي.

بیا هم په ورستیو کې د ټولو د بریالیتوب په هېله!