پنجشنبه , 25 اپریل 2024

زرغونه خواړه مو روغتیا تضمینوي

ژباړه حمیدالله حمیدي

کله مو چې په پخلنځي کې زرغونې مېوې او سابه شتون ولري، پر خوښۍ سربېره مو روغتیا ته هم ګټه رسوي. زرغون رنګه مېوې او سابه چې څومره د ناروغیو په له منځه وړو کې ګټور دي، په هماغه کچه مو له ناروغیو هم ژغوري، نو ښه ده چې له ښېګڼو یې خبر شئ او د لا روغتیا لپاره مو ګټه ترې واخلئ.

کيوي مو له یخ وهلو ژغوري

د کېوي تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې په زیاته کچه ويټامین سي لري. د تغذیې د برخې متخصصین وایي، که غواړئ چې د بدن ويټامین سي مو پوره وي او له یخ وهلو وژغورل شئ، نو کيوي مو په خپل غذایي رژیم کې هرو مرو ور زیات کړئ.

که څه هم چې کيوي کم کالري بلل کېږي، خو د (بي) ګروپ ويټامین، ويټامین (ډي) او (اې) په لرلو سربېره معدني مواد لکه پوتاشیم، کلسیم، فاسفور، مس او مګنيزیم هم لري.

انګور

انګور کولی شي چې له ګڼو ناروغیو مو وژغوري. انګور د ويټامین اې، سي او B6 تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي چې په زیاته کچه پوتاشیم، کلیسم، اوسپنه، فاسفور، مګنیزیم او سلینیم هم لري. د انګورو یوه بله ځانګړنه دا ده چې د ځوانۍ د اکسیر په نوم هم یادېږي. انګور زړه روغ ساتي او د وینې فشار تنظیموي، په پوست کې شته انتي اکسیدان د انګورو ارزښت دوه برابره کوي.

د انګورو خوړل مو له سرطان څخه ژغوري، قبضیت له منځه وړي او د کم خونۍ مخه نیسي.

دلمه مرچ

دلمه مرچ مو حافضه پیاوړې کوي.

که فکر کوئ چې حافظه مو کمزورې شوې او تمرکز مو را ټیټ شوی، فلفل یې تر ټولو ښه نسخه ده. په فلفلو کې شته مګنیزیم د حافظې د پیاوړتیا لامل کېږي. شنه فلفل یا دلمه د هغو سبو په ډله کې راځي چې له سلاد سره ګډېږي او خام خوړل کېږي. دغه سابه په ډېره کمه اندازه کالري لري او هېڅ غوړ په کې نه لیدل کېږي.

کاهو

کاهو مو وزن کموي.

کاهو د هغو سبو په ډله کې راځي چې په زیاته کچه فیبر لري او د چاغو کسانو لپاره یې ښېګڼه دا ده چې وزن کموي. د تغذیې متخصصین یې د هغو کسانو لپاره ډېر توصیه کوي چې غواړي غذایي رژیم ونیسي او وزن یې کم شي. کاهو د کم کالري سبو په ډله کې راځي چې د وزن له کمېدو سره مرسته کوي.

زیتون

د امریکا د زړه ټولنه وایي، په ورځني ډول د څلور عدده زیتون خوړل د زړه د سلامتیا لامل کېږي. دغه اندازه زیتون یو نیم ګرام غیر مشبوع غوړ لري چې په وینه کې د کلسترولو د تنظیم سبب ګرځي. زیتون مدیترانه یي خواړه بلل کېږي؛ ځکه د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر زیتون په همدې سیمه کې کارول کېږي.

بادرنګ

بادرنګ په خپل ترکیب کې ۹۵ سلنه اوبه لري.

که مو د بادرنګ له خوړلو سره نه وي جوړه، کولی شئ د پوستکي د ښکلا لپاره یې وکاروئ؛ بادرنګ کولی شي د پوستکي التهاب له منځه یوسي او ښکلی یې کړي. د دې لپاره چې ښکلې څېره ولرئ، نو د بادرنګ له ماسک څخه ګټه واخلئ.