زرین خان:”څوک چې په ما پسې خبرې کوي، خوله يې په سوک سموم”

د بالیووډ مشهوره ادکاره زرین خان وايي، چې که په مخامخ يې څوک ددې په اړه منفي وغږبږي، په مخ به يې کلکه څپیړه ورکړي.

زرین خان ډیر کله د خپل صورت او په فلمونو کې د عشقي او روماڼتیکو صحنو له امله په ټولنیزو رسنیو کې سپکیږي. هغه له دې حالت څخه ډیره زوریږي.

زرین خان وايي، چې په ټولنیزو رسنیو کې په دې پسې دومره بدې او سپکې لیکنې کیږي، چې نه یواځې دا، بلکې د ددې کورنۍ او ملګري هم خپه کوي.

نوموړې په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي:

“توهینوونکي په دې نه پوهیږي، چې ددوې سپکې لیکنې نه یواځې موږ، بلکې زموږ کورنۍ او دوستان هم خپه کوي. شکر، چې مور مې ټولنیزې رسنۍ نه کاروي، کنه په داسې لیکنو به هغه حتمن خپه شوې وه.”

زرین خان وايي، چې دا ډول خلک د خپل ځان او ټولنې دښمنان دي. نوموړې وايي، چې که ددې په توهینوونکو کې دومره جرائت وي، مخامخ دې راشي او له دې سره دې وغږیږي.

خان ګواښ وکړ، چې یوه ورځ به د ټولنیزو رسنیو له لارې دا سپکوونکي خلک پیدا کړي او حساب کتاب به ورسره وکړي.

زرین خان د هندي سینما یواځینې ستورې ده، چې له سني لیون وروسته يې په زیاتو عشقي او هاټ فلمونو کې کار کړی.

د نوموړې لومړی فلم “ویر” و، چې د سلمان خان سره يې ګډ خپور کړ.