پنجشنبه , 25 اپریل 2024

زما تمانچه!

لیکوال: شکرالله پاڅون

د ننګرهار اوسني امنیتي وضعیت پسې رایاده شوه، کلونه وړاندې د ننګرهار امنیتي وضعه ترینګلې شوه، ما په ننګرهار ملي راډیو تلوېزیون کې کار کولو، د نورو ادارو ترڅنګ ننګرهار ملي راډیو تلوېزیون ته هم ګواښونه زیات شول، د ادارې د کلیدي پوستونو مدیران هم له جدي امنیتي ګواښونو او اخطارونو سره مخ شول، په دوی کې نو یو هم زه کم بخت وم، امنیتي ادارو پرېکړه په دې وکړه، چې د ادارې د ساتلو ترڅنګ باید ددغو کلیدي کسانو ساتنې ته هم جدي پاملرنه وشي، بالاخره په ټولو یو یو میل تمانچه واخیستل شوه، زما یو  نږدی ملګری دی، هغه ته مې وویل، چې یوه ښه تمانچه راته واخلي، هغه راته د ټي ټي تمانچې صفتونه وکړل، راته یې وویل، دېرش زره روپۍ راکړه، ښه چینايي ټي ټي تمانچه پرې کېږي، پیسې مې ورکړې، تمانچه راوړل شوه، خو راته یې وویل، چې ګوره شپږ زره روپۍ درته په کې ماله جېبه هم واچولې، په شپږ دېرش زره مې واخیسته. بس څه به مو سر خوږوم، د امنیې قوماندانۍ له لورې یې پر ټولو امنیتي ارګانونو د ګرځولو د اجازې ښه سپېشل  استعلام راکړل شو، خو تمانچه به اوس څوک وګرځوي؟ ډز به پرې څوک وکړي، خیر مجبوري وه، که کوم لرې ځای ته به تللو، داسې پټه به مو بډه کې ومنډله، لکه له چا مو چې غلا کړې وي، داسې مو پټه ساتله، یوه ورځ راسره د یوه ملګري په واده کې ملګري اکرام الله اکرام ولیدله، بس ښه تود ریشخند جوړ شو، همالته مې له هغوی سره د تمانچې د نه ګرځولو په ژمنې سره پرېکړه وکړه، چې نور به یې نه ګرځوم، دفتر ته مې یوړه او د دفتري مېز په روک کې مې کېښوده، زما یو ملګری دی، هغه نو د وسلې ښه شوقي دی، یوه ورځ مې خواته ناست و، ما په څه پسې روک خلاص کړ، تمانچه یې ولیدله، د لیدلو هیله یې وکړه، مال پرېږده مړه، ما هم سمه نه ده لیدلې، کلک شو، تمانچه یې را واخیسته، چې ویې لیدله، راته کړه یې: دا دې په څو اخیستې؟، مال په شپږ دېرش زره. ویې خندل، پوښتنه مې وکړه، چې ولې دې وخندل؟

راته کړه یې: وروره دا په شپږ زره روپۍ ده!

مال نه وروره، په شپږ دېرش زره مې اخیستې، هغه راته وویل، چې که زما په خبره دې باور نه راځي، زما یو دوست دی، په وسله پېژندنه کې نو مور راوړی دی، تمانچه مو واخیسته، ور مو وړه، هغه چې ولیدله، راته یې کړل، تر دې به زه ښه در ته په پنځه زره روپۍ درکړم! دا یې هم راته وویل، چې دا ګوره بندېږي، اعتباري هم نه ده!

حیران شوم، بس هماغه ملګري پسې مې زنګ وواهه چې، چا راته تمانچه اخیستې وه، ورته مې وویل چې وروره تمانچه هم بدله ده او هم بې اعتباره، هغه نه منله، بالاخره یې ومنله، تمانچه یې یوړه، دوه ساعته وروسته خبر شوم، چې سړي له خپل پولیسي! زور نه په استفادې له کهنه فروشۍ بازار نه د تمانچو سوداګر پورته کړی، غوغا جوړه شوې، امنیه قومانداني  خبره شوه، خبره جنجالي شوه، ملګری مې هم د یوه امنیتي ارګان چارواکی و، امنیتې قوماندانۍ ته سپیناوي ته ورغوښتل شوی و، قوماندان ته یې چې کیسه کړې، ښه یې خندلي او ورته یې ویلی: ددې تمانچې خو ما د ګرځولو اجازه هم ورکړې وه!

څه به یې اوږدوم، تمانچه په ضمانتونو بدله شوه، دا ځل نو ښه  په اعتبار بله  تمانچه واخیستل شوه، بله ورځ د له پاکستانه د کرکټ مېچ  افغان لوبډلې وګاټه، زموږ یو مېلمه و، کلک شله دی، زه د خوشالۍ ډز کوم، مال پرېږده سړیه، دا څو کاله مخکې مې تمانچه اخیستې، تراوسه مو پرې ډز نه دی کړی، بس جمعه کې یې یوځل پاکه کړم، بېرته یې خوندي کېږدم، هغه خوشاله شو، چې ځه دا تمانچه خو به ښه ډزې کوي، ایسته یې تمانچه را واخیسته، حوېلۍ ته شو،  پورته یې ونیوه، کله یې چې ماشه کش کړه، تمانچې لومړۍ مرمۍ بنده کړه، دا نو خدای خبر، پنځه زره روپیو والا وه او که څلور زورو…

دا کیسه مې په دې پورې وکړه، چې نن راته یو ملګری وايي:  امنیت ښه نه دی، یوه تمانچه ممانچه ګرځوه، ښه مې ورته وخندل، خیر هغه ته مې د تمانچې کیسه ونه کړه، دا دی، دلته مې وکړه.

مقصد خبره مې دې پورې رایاده شوه، چې پولیسو ته دعا وکړئ، چې د امنیت په  ټینګښت کې بریالي شي، شخصي تمانچې هم بدلې وي اوهم ډزې نه کوي.