زموږ د شعر اوسنۍ کره کتنه

لیکنه : پوهیالی محمدصدیق

هر څیړونکی چې پر یوې موضوع باندې کار کوي نو خامخا به یوه موخه لري. د موخې د حاصلولو لپاره آړینه ده چې انسان د مشخص میتود په ټاکلو سره په کار پیل وکړي . کله چي انسان  د موخې پر لور حرکت کوي نو د هغه کار او زیار په پایله کې د مادي او ذهني تولید د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي.څرنګه چې موخه لرونکی کار په وجود راوړي او تولید په ټولنه کې په خپله د یوې اړتیا په اساس رامنځ ته کیږي. د يوې ټولنیزې پدیدې ارزښت د زمانې د ضرورت او د چاپيریال د شرایطو په پام کې نیولو سره سم ټاکل کیدای شي.ارزښتونه او معیارونه په ادبیاتو کې مطلق او ابدي نه شي کیدای د هر چاپیریال او زمانې هنري تخلیق او ایجاد د بلې زمانې او چپیریال د ایجاد او تخلیق سره توپیر لري.

په تېرو زمانو کې د ادبي اثارو کره کتنه تر ډېره حده د بلاغت د اصولو په بنسټ وه.  بلیغ کلام هغه  دی چې په اورېدونکي باندې آغیز پرېباسي او د اثر اچولو لپاره آړینه بلل شوې وه چې کلام د اورېدونکي یا لوستونکي د حال مطابق وي. د بېلګې په توګه: هغه لیکنه چې په دېرش کلن ځوان اثر کوي، په لس کلن هلک  یې شاید ونه کړي. یا  د غمرازي ژبه بېله او د مبارکي بېله پکار ده.

د دې لپاره چې  یو کلام په مخاطب باندې آغېز واچوي، دا هم اړینه ده چې کلمې یې سمې وي. د بېلګې په توګه کلمې دې  د جملې په هغه ځای کې  راغلې وي چې د ژبې د ګرامر غوښتنه ده، ویل یې اسانه وي چې ژبه ورسره په ستونزمنه نه شي او نا اشنا دې نه وي چې په معنا یې پوه شو. دغسې کلمې فصیح ګڼو او هر هغه کلام چې هم له فصیحو کلمو رغېدلی وي او هم په نورو باندې اغېز اچولای شي، بلیغ بلل شوی دی.

پخوانو د کلام د اغیزناک والي لپاره ځینې طریقې او تخنیکونه موندلې دي چې په بدیع، بیان او معاني کې یې مطالعه کوو. زموږ پخوانو د ښه شعر د معلومولو لپاره په دغو تخنیکونو او جوړښتونو ډېره تکیه کوله. د دوی لپاره شعر هغه کلام و چې وزن او قافیه یې لرله او ښه شعر هغه و چې بدیع، بیان او معاني ته پکې پام شوی و.

دولت شاه سمرقندي په تذکرة الشعرا کې ( نهمه هجري پېړۍ ) په امیرخسرو دهلوي نیوکه کوي چې شعر یې تصنع نه لري او بدیعي صنایعو ته یې توجه نه ده کړې.

د بلاغي پوهنو د درې ګونو  څانګو ( بدیع، بیان او معاني) په اساس د شعر کره کتنه تر اوسه پورې زموږ د کره کتنې اصلي جریان دی.

په دې کې شک نشته چې بلاغي علوم د کره کتنې لپاره ډېر مهم دي، مګر زموږ د بلاغي نقد یو عیب دا دی چې اکثره مهال  په همدغو دریو څانګو کې له پخوا راهیسې موجودو نیمګړتیاوو ته انتقادي نظر نه کوو او بس په دې پسې ګرځو  چې د پلاني شاعر په شعر کې پلانی جوړښت هم شته. ایا دا جوړښت (صنعت) په رښتیا د ښکلا په پیدا کولو کې برخه لري او که هسې په پخوانو کتابونو کې راغلی او موږ په پټو سترګو منلی دی؟

د دري ژبو ښوونځیو د لسم ټولګي په پښتو کې د بدیع د المربع صنعت په باره کې لولو:

هغه نظم یا شعر ته وایي چې یو شاعر یوه رباعي داسې راوړي چې عمودي او افقي یو ډول ولوستل شي.

د یار له غمه په زړه افګار یم

له غمه څه وایم دردمند یم خوار یم

په زړه دردمند یم هر ګوره بیمار یم

افګار یم خوار یم بیمار یم زار یم

پورتنی شعر عمودي او افقي یو شان لوستل کېږي.

منظور دا دی چې د لومړۍ مصرعې ( د یار) د دویمې مصرعې ( له غمه)، د دریمې مصرعې ( په زړه) او د څلورمې مصرعې ( افګار یم) که سره یو ځای کړو، لومړۍ مصرعه ورنه جوړېږي. د نورو مصرعو کلمات هم په دې طریقه موندلای شو.

له پخوانو سره وخت زیات و او په ورځني ژوند کې یې د تعجب کولو لپاره ډېر څه نه موندل.  دوی به شاید د المربع له لوستلو خوند اخیستی وي ، خو دا لذت له هنري او ادبي ښکلا سره تعلق نه لري. موږ چې په یوویشتمه پېړۍ کې هم پخواني بدیعي درسونه د کاڼي کرښې ګڼو، د افسوس خبره ده. په پخوانیو بدیعي کتابونو کې دا هم یو جوړښت دی چې شعر دې له بې ټکیو کلمو جوړ وي. دا بیا بل جوړښت (صنعت) دی چې کلام دې له بې الفه کلمو رغېدلی وي.

زموږ د بلاغي کره کتنې بل عیب دا دی چې په شعر کې هر صنعت یا هر جز ته جلا جلاګورو خو د شعر د ټولو اجزاوو تر منځ پیوستون او واحد وجود ته ځانګړی پام نه کوو. مثلا دې ته به ګورو چې قافیه یې د قافیې د فن مطابق ده او کنه، خو دې ته به نه ګورو چې دغه ډول قافیه د شعر له ټولې موسیقي سره څومره سمون خوري او د شعر ټوله موسیقي د معنا په رسولو کې څومره برخه لري؟

د دې ډول کره کتنې یو عیب دا هم دی چې د ژوند د هغې تجربې په برخه کې ډېر څه نه وایي چې دغه صنعتونه یې د بیانولو لپاره پکارېږي. ایا شاعر په رښتیا د ژوند یوه تجربه او معنا راښیی، که خبره یې هسې د جوړښت (صنعت) د استعمال لپاره کړې ده. د المربع په مثال کې صنعت و او کلمې یې طبعا بې معنا نه وې مګر په اسانه پوهېږو چې دغه کلمې د صنعت د راوړلو لپاره کتار شوې وې، نه د ژوند د تجربې د بیان لپاره.

موږ د دې وروستۍ نیمګړتیا د پوره کولو لپاره یو بل ډول کره کتنه لرو چې اخلاقي کره کتنه یې بولو. دغه ډول کره کتنه د بلاغي هغې غوندې د پخواني یونان او روم له زمانې راروانه ده. افلاطون ته معمولا د اخلاقي کره کتنې د سرلاري په سترګه کتل کېږي. دغه کره کتنه ادبي آثارو ته تر ډېره حده له دې نظره ګوري چې اخلاقي ارزښتونو ته یې څومره خدمت کړی دی. د بېلګې په توګه دا خبره به مهمه ګڼل کېږي چې شاعر د سخاوت، صداقت یا عفوې ستاینه او د دروغو، غیبت یا بخل غندنه کړې وي.

 

په دې کې شک نشته چې شعر د اخلاقي فضایلو د رواجولو لپاره ډېر خدمت کړی دی او د انګرېز شاعر شیلي ( په ۱۸۲۲ کې مړ) دا خبره له حقیقته خالي نه ده چې د اخلاقو بنیاد واعظانو نه بلکې شاعرانو ایښی دی، خو له دې خدمته به دا نتیجه نه اخلو چې دواړه دې په یوه تله کې وتلل شي.

زموږ په اخلاقي کره کتنه کې ډېر ځله دې ته نه دي کتل شوي چې اخلاقي درس یې وچ په وچه وړاندې کړی دی او که د هنر په جامه کې؟

له بلې خوا زموږ په اخلاقي کره کتنه کې د اخلاقو د مفهوم نسبیت ته چندان توجه نه کېږي. هغه خبره چې دوه سوه کاله مخکې عیب ګڼل کېده، اوس به عیب نه وي او برعکس. کاظم خان شیدا ډېر اخلاقي انسان دی مګر په دېوان کې یې شیعه وو ته په بده سترګه کتل شوي دي او له مزدورانو او لاس لاندې کسانو سره د شدت توصیه کوي.

اوسنی شاعر که دغسې افکار ولري، سختې نیوکې به ورباندې وشي خو د شیدا په زمانه کې د هغه د اخلاقي نظریې دا رنګه کمزورۍ د زغمولو وړ وې. په پخوا زمانو کې چې د پرمختللې ټکنالوژي نشتوالي د دنیا خلک د اوس هومره سره غوټه کړي نه وو او د ولسونو ارتباط خورا کم و، مذهبي یا قومي نفرتونو ډېر جنجال نه جوړاوه. دغه راز په تېره زمانه کې دا عامه نظریه وه چې لاسبري کسان د شدت حق لري او بلکې شدت ورته پکار دی. شیدا وایي:

نرم چوب وي همېشه غذا د کرم

شیدا مه شه مرد خالي له سیاسته

د وخت په تېرېدو سره د ټولنې نظرونه، غوښتنې او اړتیاوې بدلېږي. په تېره زمانه کې چې  د وږي د مړولو لپاره مختلفې لارې نه وې ، د وګړي د  سخاوت ستاینو ته  ډېر ضرورت و خو اوس د ټولنې له نظامه غوښتنه کېږي چې وګړیو ته کار پیدا کړي اومهارتونه ورزده کړي او که څوک له لوږې مري، په ټولنه یې حق دی چې ویې ژغوري. دغو تغییراتو د وګړي د سخاوت اهمیت کم کړی او ماهیت یې ور بدل کړی دی.

هغه کره کتنه چې د شعر پیغام ته اهمیت ورکوي، نور ډولونه هم لري. په شلمه پیړۍ کې د مارکسي نقد تر اغیز لاندې ځینو کسانو شعرونو ته له طبقاتي نظره او د طبقاتي مبارزې له عینکو وکتل. ځینو نورو هم د شعر اهمیت د هغه له اجتماعي پیغامونو سره غوټه کړ.

زموږ په ادبي کړیو کې  په شلمه پیړۍ کې دا فکر ډېر عام و چې شعر د ټولنې هینداره ده او په دې خبره چندان غور ونه شو چې د شعر په ماهیت کې خو خیال او مبالغه شامل دي او که دا  هینداره وي نو تاریخ، ټولنپوهنه او نور علوم به څه بولو؟

په نولسمه پیړۍ کې په اروپا کې د رومانتیزم پیروانو وویل چې هره زمانه خپلې تقاضاوې لري، موږ څه مجبوریت لرو چې د روم او یونان د اصولو رسۍ په غاړو وګرځوو؟ همدا وجه وه چې د رومانتیک مکتب په نقد کې د شاعر او لیکوال د خپلې زمانې مطالعې ته توجه ډېره شوه. له بلې خوا په نولسمه پېړۍ کې ساينسي علومو چټکه وده کوله، ساينس پوهانو به د طبيعي پېښو د علتونو موندلو ته ډېر اهميت ورکاوه. ادبپوهانو د هغوى په پيروي د شعر عامل يعنې شاعر (د شاعر ژوند او شخصيت) ته توجه ډېره کړه.موږ د اروپا له پرمختگونو په شلمه پېړۍ کې خبر شوو او د شلمې پېړۍ په ادبې څېړنو او نقد کې مو د شاعر د ژوند او زمانې مطالعې ته زیات پام وکړ. زما په نظر زموږ دغه ډول کره کتنه ځینې عیبونه لري:

یو دا چې زموږ په دغسې اکثرو نقدونو کې هنري او  ادبي مقصد هېر شي او لیکنه  د هغې زمانې په تاریخ بدله شي. د روښانیانو ا و درویزه یانو په باره کې یا د خوشحال خټک په باره کې زموږ اکثره لیکنې له ادبي تحقیقاتو سره لږې او له عمومي تاریخ سره زیاتې مربوطې دي.

بله دا چې د شاعر د ژوند او د هغه د زمانې ځینو محدودو اړخونو ته ګورو. مثلا دا راته مهمه وي چې د شاعر د زوکړې او مړینې نېټې معلومې کړو، د هغه قبیله، شجره او اولاد وپیژنو، د هغه د زمانې د واکمنو نومونه واخلو او که پیر لري د پیر ذکر یې وکړو، مګر  د خپلو پخوانو شاعرانو د وخت د پسولونو، لباسونو، خوراکونو، اجتماعي آدابو، دودونو، ارزښتونو، طبقاتي روابطو یا مثلا تعلیمي نظام له مطالعې سره مو خاصه دلچسپي نه ده ښودلې.

د مجرم د کورنۍ غړیو، د قام قبیلې کسانو، کلیوالو او نورو شاوخوا وګړیو ته سزا ورکول، په تېرو زمانو کې عام وو. موږ که له دغه پخواني رواجه خبر ونه واوسو، د رحمان بابا د بیت دا دویم مثال به نااشنا غوندې راښکاره شي او زړه ته مو پرې نه وځي:

درست صورت د یوه نوک په درد درمن شي

وران شي شهر د یوه سړي په تور

د شاعر د ژوند او شخصیت د مطالعې لپاره له ځینو نورو پوهنو مثلا ارواپوهنې یا سبک پوهنې ښه استفاده کېدای شي چې مونږ دې اړخ ته لازمه توجه نه ده کړې. یو شاعر که یو اخلاقي صفت یادوي دا ضرور نه ده چې دی دې همدا صفت ولري، ارواپوهان وایي چې یو څوک ممکن هغه څه ډېر یاد کړي چې نه یې لري.

دا جمله مشهوره ده چې سبک یعنې شخصیت. د یوه شاعر له خپل انفرادي سبک سره ښه بلدتیا مو ممکن د هغه زړه ته ورکوز کړي او د هغه د شخصیت په پټو رازونو مو خبر کړي. په سبک پیژندنه کې د سم متن په برابرولو کې هم ډېره ښه استفاده کېدای شي. څو کاله پخوا ما د رحمان بابا د سبک په باره کې مطالعه کوله. هغه وخت مې په دې یقین راغی چې که د رحمان بابا سبک ښه وپیژنو، د رحمان بابا په دیوان کې به د هغو غزلونو د شاملولو یا نه شاملولو په اړه پرېکړه راته خورا اسانه شي چې په بابا پورې انتساب ته یې د شک په سترګه ګورو.

ځینې کسان شاید ووایي چې د شاعر د ژوند او زمانې په باره کې معلومات د هغه د وخت د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي تاریخ د لیکلو لپاره پکارېږي، نه د هغه د شعر د هنري ارزښت د معلومولو لپاره. خو دا نظر سم ځکه نه دی چې که موږ یوه زمانه ونه پیژنو د هغې زمانې د ادبیاتو سمه پیژندنه راته مشکله کېږي او کله چې یو متن سم نه پیژنو قضاوت هم ورباندې سم نه شو کولای.

 

د متن تصحیح زموږ د تنقیدي کار یو بل اړخ دی.  پخوا چې مطبعې نه وې، په لاس لیکل شوي آثار به څو کاله وروسته وشړېدل او بیا لیکلو ته به یې ضرورت پیدا شو. دغه بیا لیکنه به کاتب کوله او  د کاتب د سواد کچه، دقت، حوصله، لهجه، ذوق او نظریات هغه عوامل وو چې د متن د پخوانۍ بڼې په ساتل کېدو یا نه ساتل کېدو یې اثر درلود. معمولا به هر متن په هر ځل لیکلو کې یو څه بدلېده. د متن پیژندونکو لوی مقصد دا دی چې  داسې متن برابر کړي چې  تر وسه وسه د شاعر د کلام اصلي بڼې ته ورته وي.

د خوشحال خټک دا بیت مشهور دی:

په سوات کې دی دوه څیزه که خفي دي که جلي

مخزن د دروېزه دی او دفتر د شېخ ملي

د قلمی نسخو د ځینو پوهانو په قول د دغه بیت د ( څیز) په ځای په قلمي نسخو کې ( کفر ) راغلی دی خو څرنګه چې استاد دوست محمد خان کامل مرحوم د ډېرې کلکې عقیدې څښتن و، د شېخ ملي د دفتر او د اخون دروېزه د مخزن الاسلام لپاره یی د ( کفر) کلمه مناسبه ونه بلله، په ( څیز) یې واړوله او اوس دغه بیت په اړولې بڼه مشهور شوی دی. کامل مرحوم په شلمه پیړۍ کې د پښتو متن پوهنې تر ګردو دقیق او امین استاد بللای شو خو ان د هغه غوندې کس هم ممکن په متن کې تصرف وکړي. نوپخوانو کاتبانو او د متن غیرمسلکي تدوین کوونکو به څومره تصرفات کړي وي!

د استاد کامل او څو نورو ګوته په شمار متن پوهانو په لاس له تهیه شویو متنونو  پرته زموږ اکثره چاپ شوي کتابونه له بلا شمېر تېروتنو ‌ډک دي.

البته، د متن تصحیح یوازې له قلمي نسخو سره تعلق نه لري، زموږ د چاپ د زمانې اکثره کتابونه هم ګڼې تېروتنې لري چې پکار ده ځوان متن پیژندونکي دې اړخ ته  پام واړوي او په تېره بیا د مهمو آثارو د سم متن تهیه کولو ته وخت ورکړي. د ادبپوهنځي محصلانو ته د چاپ شویو متنونو ورکول او د متنپوه استاد تر څارنې لاندې د هغو د سمون چارې ورسپارل به څو اړخیزې ګټې ولري.

 

هغه کسان چې د متنونو په تصحیح بوخت دي، په حقیقت کې نورو کره کتونکو ته د سمې ارزونې لار پرانیزي. زموږ اکثره متنونه د ګڼو تېروتنو په وجه د نقادانو د کار مخه نیسي.

زموږ د شعر د اوسنۍ کره کتنې په دغو اصلي جریانونو سربېره د نقد له ځینو نورو ډولونو مثلا له فورمالیزم، نوې کره کتنېNew Criticism  ( چې اوس نو په دنیا کې نوې نه ده او پنځوس، شپېته کاله پخوا یې د ځوانۍ وختونه وو)، ارواپوهنیزې کره کتنې، مارکسي کره کتنې او اسطوره اي کره کتنه هم یو څه او اکثره وخت نیمګړې استفاده شوې ده خو د اوسنۍ زمانې د کره کتنه له ځینو نورو مشهورو نظریو مو نه یوازې عملي استفاده نه ده پیل کړې بلکې د هغو په باره کې نظري معلومات هم زموږ په ژبه کې په نشت حساب دي. د سټرکچرلیزم، فمنیزم، پوست مدرنیزم، نوې تاریخولي New Historicism، هیرمنوتیک او نورو نظریو معرفي او په کره کتنه کې ورنه استفاده به زموږ په ټولنه کې فکر، فرهنګ او ادبیات د پرمختګ نوي پړاو ته داخل کړي.

د یوه لیکوال یا شاعر د ادبي اثر پر سبک باندې دکره کتنې کولو لپاره د څو لارو چارو درک کول ډیر اړین دي:

یو کره کتونکي ته اړینه ده ، چې په خپل کار تر پیل مخکې دبېلا بېلو زمانو منتخب متون او د متونو نسخې ولولي،

ځکه ترڅو چې د راز رازدورو لیکنو تیرونه تر لاسه نه  کړي. زما په اند وبه نه شي کړی چې د یوه ادبي اثر

هغه اصلي څیره رابرسېره کړي. که کره کتونکی د هغه مهال چې اثر پکې پنځول شوی او پنځګر پکې ژوند کاوه معلومات ونه لري، فکر کوم چې، د اثر اصلي بڼه به يې بې خونده وي.لکه د ادیانو پوهیدل، په تصوف او فلسفه پوهیدل،په عمومي تاریخ کې مطالعه،په معاني او بیان پوهیدل، د ادب تاریخ هراړخیزه مطالعه دا ټول هغه څه دي چې د کره کتونکی لپاره دیوه اثر په کره کولو  کې تر ډیره بریده مرسته کولای شي.

 

آخځلیکونه

په آفغانستان کې د پښتو معاصر شعر سبکونه، بوهنوال، رفیق، محمد رفیق.

وزیري، محمد اقبال، د ادبیاتو تیوري، هالینډ،۲۰۱۲

ښکلی، اجمل، سبک پوهه،  ۱۳۹۰

هیواد مل، زلمی، معاون سر محقق، د متن څړنې یوه کلنه علمي پروژه، ۱۳۶۷