پنجشنبه , 28 مارچ 2024

زموږ ناپوهي اود رب لوروینه!

لیکنه:محمدخان)ذهین(

د رب لوروینه کله کله د انسان د ارادې او غوښتنې سره همغږې نه وي ، خو وروسته بیا نه غوښتونکی شی یا عمل دومره د زړه ټوټه وګرځي چې بېلتون یې آن د جنون لامل کیږي.

کله کله لکه جامې کنډل، شکول او ورانول د جوړولو لامل ګرځي.

که وګورئ ! د ځان یوې برخې جراحي ټپ د نورو وړو ټپونو ( سوریو) په جوړولو راټولیږي . دا د ژوند لوړې ژورې د هاغه ژور ټپ واړه زخمونه دي چې پرې غټ غټ ټپونه روغتیا مومي.

هغه وایي کنه چې (تهوړ جوړ رامنځته کوي) ؛ ځکه خو کله خپل هغه پخواني فکرونه او غوښتنې یو ډول بې فکره احساس او د لېونتوب علایم ګڼل کیږي. که ځیر شو، فکر نه کوم چې څوک دې وغواړي د لږ وخت لپاره په تنګ او تیاره ځای کې تړلی ژوند وکړي. که څوک داسې څه وانګېري، نو خامخا به یې ژوند د درد او چغو بدرګه وي، خو د مور په نس پوره نهه میاشتې موږ ټولو همدا ژوند په ډېرې ارامئ او خوښئ تېر کړی.

کله چې رب لوروینه پر موږ وشوه او له هغه تنګ ، تیاره او تړلي ژوند څخه مو پراخې او رڼې دنیا ته سر ښکاره کړ ، د ځای بېلتون مو په ژړا بدرګه کړ. دلته د دوه شیانو سره بلدتیا ده، اول دا چې زموږ د ژوند پیل د بېلتون او ژړا له غږه سره شوی او ژړا موږ ته لارښوونه کوي چې ډېره خوشحالي هم په اوښکو بدرګه کړو.

بل دا چې د هر ناغوښتونکي عمل پایله دردوونکي وي. موږ له خپل مسکنه(د مور له نسه) په راتګ خوښ نه و او خپل نه غوښتونکی تګ مو یو ډول جنون ګڼلو، بغارې او چغې مو وهلې. نو ډېرې داسې غوښتنې او کارونه چې موږ یې ځان لپاره نه غواړو، ډېری وخت زموږ په ګټه پای مومي.

د ډېرو پرونۍ ناهیلي د نن ورځې درنې هیلې دي او د ځینو بیا نننۍ ناهیلي د تېر عمر له لوړو غوښتنو سرچینه اخېسته، نو د ژوند له فطرتي اصل څخه یو دا هم دی چې سړی دې تېر پسې خفګان او راتلونکي پسې ارمان وکړي. په ژوند کې ټول بدلونونه تغیرات او تحولات د رب لوروینه او د څو ورځني ژوند بېلابېل پړاونه دي. نو په همدې اساس باید سړی د رب په هره پرېکړه خپله خوښي څرګنده کړي.