پنجشنبه , 28 مارچ 2024

سامسنگ له ترمیم وروسته ګلکسي نوټ۷ بېرته بازار ته وړاندې کوي

سامسنگ کمپنۍ اعلان کړی چې گلکسي نوټ۷ به له پام وړ ترمیم وروسته بېرته نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي. نوټ۷ تېر کال بازار ته وړاندې شوی و چې د بېټرۍ چاودنې له امله بېرته له بازارونو څخه ټول شو.

تېر کال د بېټرۍ چاودنې له یو شمېر پېښو وروسته سامسنگ کمپنۍ نوټ۷ تولید او خرڅلاو ته د پای ټکی کېښود او تېره میاشت هم دغې کمپنۍ د یو شمېر راپورونو په غبرگون وویل چې دغه ځیرک موبایل به بېرته د خرڅلا لپاره وړاندې نه کړي.

خو اوس کمپنۍ اعلان کړی چې سامسنگ الېکټرانېکس د نوټ۷ د بېرته ټولولو او پروسېس کولو لپاره درې مرحلې ترتیب کړي او په مرسته به يي نوټ۷ په خوندي ډول بېرته پروسېس او نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

د کمپنۍ په وینا لومړۍ مرحله کې به دغه ځیرک موبایل د پام وړ ترمیم څخه وروسته نړیوالو بازارونو ته په وړاندې کولو غور وشي.

پر دې سربېره کمپنۍ به د دغه ځیرک موبایل د استفادې وړ برخې لکه کامره او ځینې نور بیاځلي استعمالوي او دغه ځیرک موبایل کې شته مس، سره زر او سپین سره به هم په خوندي ډول ویستل کېږي.

سامسنگ کمپنۍ همدراز ویلي چې د نوټ۷ ځیرک موبایلونه به له ترمیم وروسته د اړوندو مارکېټونو انتظامي ادارو سره له مشورې او د سیمې کاروونکو غوښتنه په پام کې نیولو څخه وروسته وړاندې شي.

گلکسي نوټ۷ بیه تقریباً ۹۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې وه خو له ترمیم وروسته به کېدای شي د دغه ځیرک موبایل بیه ډېره ټېټه شي.