ساینس پوهان وایې،کم عقل خلک ژر ناروغه کیږي

وایې چې ((سالم عقل په سالم بدن کې وي.)) د ایدنبورګ پوهنتون څیړونکي هم ورته نظر لري، خو یواځې همدا خبره مخکې وروسته کوي. ((روغ سټه د سالم عقل پایله ده))

که ستاسې ذهني ځواک زیات وي، نو تاسې به ډیر صحتمند وې، نسبت هغوې ته چې ذهني ځواک يې کمزوری وي.

د ایدنبرګ پوهنتون پوهانو په خپله تازه څیړنه کې موندلې چې، هغه بیالوژیکي صفت چې د هوښیاتوب او ذکاوت لامل کیږي، له ناروغیو څخه هم نسان خوندي ساتي.

څیړنه زیاتوي، هغه خلک چې ښه یاداښت لري، منطقي فکر لري او هوښیار دی، د وینې د فشار، شکرې او په یو شمیر نورو نارغیو يې د اخته کیدو اختمال کم دی.

څیړنې د هغې تیوري هم ملاتړ کړی، چې وايې، ښه صحت د هوښیارتیا لامل کیږي.

څیړنه وايې، چې کم عقل خلک ژر ناروغه کیږي.