پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ستاسو پوزه ستاسو د شخصیت په اړه څه وایي؟

ژباړه: فضل ربانی قاضی زی

تاسو کوم ډول پوزه لري؟

ستاسو پوزه ستاسو د شخصیت په اړه څه وایي؟

موږ ټول د پوزې لرونکي یو، او هر یو د لږ او ډیر توپیر سره ښکاري: ځینې د خپلو پوزو نه بد کیږي همدا وجه ده چې پلاستیکی جراحۍ ته اړ کیږي؛ او ځینې نور بیا خپلې پوزې خوښوی تر څو چې کار ورکوی.

دا یو څه عجیب ښکاري، اما د دې څیړنې په اساس ستاسو د پوزې ډول ستاسو د شخصیت په اړه ډیر څه ښکاره کولی شي. دا هغه څه دي چې د اسرائیل په بن ګورون پوهنتون کې د څیړنو په ترڅ کې لاس ته راغلي. د دې زدکړو نتیجه په دې ورستیو کې خپره شوه او دا دی موږ یې لاندې مرتب او منظم لسټ کې تاسو ته وړاندې کوو.

آینې ته او لاندې تصویر ته ښه وګوری. ستاسو پوزه کوم ډول ده؟ آیا توضیحات سم دي؟

1) نوبانی پوزه: د تخلیقی او حساسو خلکو پوزه نوبانی وي. دا خلک خوشبینه او د ژوند لپاره پراخه لید لري. دوي ډیر اجتماعی او اکثرآ د ملګرو په زړه پورې ډله له خپل ځان سره لري.

2) یوناني پوزه: کوم کسان چې یوناني پوزه لري ډیرې خبرې نه کوي. دوي لپاره ستونزمنه ده چې خپل احساسات ښکاره کړي او خوښ نه دي چې د پام وړ وکړځي. دوي وفاداره وي، د ژوند لپاره عملیاتي تګلاره لري او تاسو تل په دې کسانو باندې حساب کړلي شي.

3) ټوټه شوی پوزه: د دې پوزې لرونکي همت او هدفمنده دي. اکثرآ قوی اعتقادات او اصول لري او دوي به د ډیرو سختیو دفاع وکړي.

4) آکیکلیس پوزه: د دې پوزې لرونکي خپل شغل ته پاملرنه لري او خپل حرفه ای لاسته راوړنې یې د لسټ په لومړیتوبونو کې دي. دا خلک لایق دي او هدف نه پریږدي تر هغو یې چې لاس ته نه وي راوړی.

5) سنوب پوزه: دوي خوشحاله، لیواله، تحریکی او خود انګیزه خلک دي. اکثرآ محبوب وي ځکه چې د دوي شخصیت په نورو باندې اثر کړي. له خپلې نیرو سره روان دي او پیاوړي غرایز لري.

6) مستقیمه پوزه: د دې ډول پوزې لرونکي پیاوړی شخصیت او اعتماد په ځان لري. دوی تل پخپله دي، هیڅ حالت نه کوي او د خپلو وړتیاوو څخه باوري دي. له همدې وجې، دوي په آسانۍ ټکان نه خوري.

7) رومي پوزه: دا خلک ډیر حساس دي او یو پیاوړی پرمختللی ژوند لري. ډیر مضطرب او تل د نورو لپاره وي. کله هم تمایل لری چې خپل ځان هیر کړي.

8) کږه پوزه: د دې پوزې لرونکي با ثباته، باوري او ښه اوریدونکي خلک وي. ډیر عملي خلک دي او تاسو کولي شي تل پرې حساب وکړي.