سریلانکا هم نړیوال جام ته ملي لوبډله اعلان کړه

د سریلانکا کرکټ بورډ غوراوي کمېټې هم راتلونکي ۵۰ اوریزه نړیوال جام ته خپله ملي لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې ډیموټ کارونارتني لوبډلمشر، اوشیکا فیرنانډو، لاهیرو تېرماني، کوسل پریرا، کوسل مینډیز، انجیلو متیوز، دنن جایا ډي سېلوا، جیپري ویندرسای، تیسارا پریرا، ایسورو اودنا، لاسیت ملینګا، سورنګا لوکمل، نووان پراډیپ، جیون مینډیز او ميلینډا سیروردانا شامل دي.

نړیوال جام ته د سریلانکا لخوا ټاکل شوي لوبډلمشر ډیموټ کارونارتني له ۲۰۱۵ کال د مارچ میاشتې راهیسې کومه نړیوال ۵۰ اوریزه لوبه هم نه ده کړې.

نوموړي خپله نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۱ کال کې کړې او تر دې دمه یې ټولې ۱۷ لوبې کړي، چې توپ وهنه کې ټولټال ۱۹۰ منډې کړي او های سکور یې ۶۰ دي؛ توپ اچونه کې یې هم یو اور او څلور بالونه تر دې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې کړي او ویکټ یې نه ده اخېستې.

له دې وړاندې انګلستان، نیوزېلېنډ، هندوستان، استرالیا او بنګله دېش لوبډله هم نړیوال جام ته خپلې ملي لوبډلې اعلان کړې دي.

افغان لوبغاړي سویلي افریقا کې په تمریناتو بوخت دي او افغان کرکټ بورډ به هم ډېر ژر خپله ملي لوبډله نړیوال جام ته اعلان کړي.

خبریال: نصرت الله عمرزی