پرون سهار د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته څېرمه موټر بم چاودنه وشوه.
د راپورونو له مخې په دغې چاودنه کې څلور تنه ووژل شول او د یوې مدرسې د ۲۵ زده کوونکو په شمول په کې شاوخوا ۳۰ تنه نور ملکیان ټپیان شول.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې ددغه هېواد دولتي خبري آژانس اس پی اې خپره کړې ویلي، ریاض د تاوتریخوالي هر هغه عمل غندي چې ملکیانو په تېره بیا ماشومانو ته مرګ ژوبله پیښوي.
د یادې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو اخېستی دی.