سه شنبه , 16 اپریل 2024

سلام

ژباړه: کمالپوري

یوه سړي د غوښو د منجمدولو په کارخونه کې کار کاوه، یو ځل د دې کارخونې له تړلو مخکې هغه ځای ته ولاړ چې د کارخونې جاج واخلي، خو ناڅاپه دروازه پرې بنده شوه او هلته په یخچالي یا د منجمد کېدو په ځای کې ګير پاتې شو، د رخصتي وخت و او ټول کارکوونکي خپلو کورونو ته تلل، د هيچا پام نه‌شو چې دی ګیر پاتې شو.

هغه پوه شو چې په یوه، دوو یا درې ساعتونو کې به یې بدن په یخ بدل شي، و به مري؛ نو کله یې چې مرګ په خپلو سترګو وکوت، خپل خدای یې یاد کړ او د خپلو ګناهونو د بښنې غوښتنې یې وکړې.

ده خپل خدای ته عذر پیل کړ چې ای! ربه یونس مو د کب په ګېډه کې ژوندی وساته، یوسف مو په کوهي کې، که ما چېرته ستا د خوښې لپاره په ټول ژوند کې یو کار هم کړی وي، په خاطر یې ما له دغه یخچاله خلاص کړه، ژمنه کوم چې تر مرګه به یې له یاده نه باسم او له سترګو یې اوښکې وبهېدې…

یو یا دوه ساعته تېر شول چې ناڅاپه دروازه خلاصه شوه، څوکیدار په منډه راغی او دا سړی یې وایست، تر منقله یې ورساوه. کله چې یې حالت ښه شو، څوکیدار یې وپوښت چې ته له کومه راغلې؟

څوکیدار وویل؛ ښاغلیه! زما شل کاله کېږي چې په دې کارخونه کې کار کوم او هره ورځ سلګونه کاریګر دې کارخونې ته ځي راځي، خو تاسې ځانګړی خوی لرئ چې کله هم کارخونې ته راځئ په ویړه خوله سلام راته کوئ او پوښتنه مې کوئ، د تلو په وخت کې بې‌مخې ښې نه تېرېږئ، دا کار زما د ټولې ورځې ستړیا له منځه وړي، ځکه زما تر مخې ډېری خلک همداسې تېرېږي، فکر کوي چې زه هيڅ هم نه یم، خو کله چې تاسې تېرېږئ فکر کوم چې زه هم انسان یم او یو تن او وجود لرم.

نن هم د هغې ورځې له ډلې وه چې د راتلو سلام مې دې واخیست، خو د مخه ښې درک مو و نه لګېد، کله چې ډېر ځنډ تېر شو ما ستاسې لټون پیل کړ چې خدای مه کړه چې په کومه ستونزه کې خو به نه وې ښکېل شوی.

سړی حیران شو چې چا ته سلام اچول او بیا ورسره مخه ښه کول، ان په دومره کوچني کار هم د سړي ژوند بچ کېدای شي.

نوټ؛ دا پېښه فرضي هم کېدای شي، دا کیسه فرضي هم ګڼلای شو، خو په دې کې دوې خواوې داسې دي چې باید پرې پوه شو او زړه ته یې کېباسو؛

یو پرالله «ج»  توکل کول، دغه سړي هم پر رب خپل توکل وکړ چې سړی یې ورته راوغوښت.

دویم دا چې د انسانیت قدر په کار دی، له انسان سره مینه وکړئ، الله تعالی به د انسانانو په واسطه له تاسې سره مینه وکړي.

خدا کې عاشق تو هې هزارو

بنو مې پهرتې هی مارې مارې

مې تو اسکا بنده بنونګا

جسکو خدا کې بندو سې پیار هوګا