سلمان خان وايي، ژوند يې په خطر کې دی

د هندي سېنما مشهور ستوری دبنګ خان چې دا ورځې د رېس۳ فلم په عکس بندۍ بوخت دی، د جودپور د یوه لنډه‌غر له‌خوا په مرګ ګواښل شوی دی.

لارنس بشنويي سلمان خان ته ګواښ کړی چې و به یې وژني، خو دا خبره نه ده مالومه چې لارنس ولې په غوسه شوی او په کوم دلیل یې په سلمان خان پسې را اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سلمان خان تازه د یوې هوسۍ د ښکار له قضیې خلاص شو، خو اوس له دې کبله چې لارنس تر پوزې راوستی، خپل امنیت يې یو په دوه کړی دی.

پولیس وايي، څو ځله یې د لارنس او د هغوی د ملګریو د نیونې عملیات کړي، خو لا یې هم بریا نه ده خپله کړې، خو دوی د احتیاطي تدابیرو له‌پاره د سلمان خان د امنیت له‌پاره خپل شمېر زیات کړی او د هغه کور یې هم تر بشپړ امنیتي څار لاندې راوستی دی.

#سرخط ورځپاڼه