پنجشنبه , 28 مارچ 2024

سوداګرۍ خونه: افغانستان کې ورځ تر بلې انلاین سوداګري مخ په غوړېدو ده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي چې په هېواد کې ورځ تر بلې انلاین سوداګري مخ په غوړېدو ده.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي رسنېو ته وویل چې دغه سوداګري په برېښنايي ډول د خدمتونو، کتاب پلورلو، موتړ پلورلو، لاسي صنایعو، خوراکي توکو او جامو په برخه کې روانه ده.

نوموړی وايي چې هڅې روانې دي څو د افغانستان سوداګرۍ په برېښنايي ډول ترسره شي.

نوموړې زیاتوي،په لږ وخت کې خلک کولای شي، د خوښې وړ توکي په خپل کور کې وګوري او بیا یې واخلي چې دا مسئله مستقیماً د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي څومره چې وخت لږ ضایع کېږي دا زموږ په ګټه دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې اوس‌مهال څه باندې ۲۰ انلاین شرکتونه بازار موندنه او پلور لري.