پنجشنبه , 25 اپریل 2024

سونم کپور له سوناکشي بښنه غوښتې

د هندي سینما د وتلې ستورې سوناکشي سینا، سونم کپور له دې سره په ناسم چلند تورنه کړې ده.

سوناکشي په یوه ټلویزوني خپرونه کې ویلي، چې په یو مجلس کې سونم کپور په نوموړې باندې ځان پورته وبللو او ددې زړه يې بد کړی دی.

د سوناکشي له خبرو له رسنیز کیدو سمدستي وروسته، سونم کپور په خپله ټویټر پاڼه له سوناکشي بښنه وغوښته.

سونم کپور لیکلي:

“سونا، زه خو همیشه تاسره خوږه وم؛ ماته یاد نه دي، چې کله داسې شوي. او که ته خپه شوې يې، زه بښنه غواړم.”

سوناکشي د سونم کپور بښنه منلې او ویلي يې دي، چې هیڅ خبره نه ده.

سونم کپور له اکشي کومار سره په ګډه تازه د پډمین فلم خپور کړی، چې په لومړۍ دوو ورځو کې ښه بازار کړی.