سه شنبه , 23 اپریل 2024

سينګارتوکي مو پر حساسيت او سرطان اخته کولی شي

المانۍ مجلې «فروينډين» خبرداری ورکړی دی، چې په سينګارتوکو يا مېکپ کې کارېدونکي ځينې توکي د مخ پوستکی له ګڼو زيانونو سره مخ کولی شي او شونې ده خبره پر سرطان تر اخته کېدو ورسېږي.

مجلې د روغتيا پوهانو له خولې ليکلي دي، چې دغه توکي بدن په نادرو توکو د سوزېدو وړ ګرځوي او بنيادي عيب دا دی چې شونې ده انسان پر حساسيت او سرطان ناروغيو اخته کړي.

روغتياپوهان ټينګار کوي، چې الکول هغه څه دي، چې په ډېری سينګارتوکو کې کارول کېږي، چې ډېری وختونه د ايتانول په شکل کې وي، چې د ايتانول ډېره اندازه د پوستکي ساتونکې (وقايي) پرده زيانمنوي، دغه راز د مخ لوندوالی له منځه وړي او شکل خشک او زيږ ګرځوي. وروسته که کوم پوستکی ډېر حساس وي، زيان يې نور هم ډېرېږي.

روغتياپوهان زیاتوي، چې په سينګار توکو کې بله کارېدونکې خطرناکه ماده «فورمالډيهايډ» ده، چې د سرطان ناروغۍ او حساسيت د پېښېدو يو لامل دی او پر مخ ګونځې رامنځته کوي.

د ډاکټرانو په وينا د «نيټرو» او «سليساليک تېزابو» په ګډون ګڼ نور توکي هم شته، چې په سينګار توکو کې کارول کېږي او د پوستکي د بېلا بېلو او ګڼو نورو نارغيو لامل ګرځي.

تميم ځاځی

سرچینه:ځلاند