سپين ویښتان په تورو مرچو تور کړئ!

ویښتان سپینېدل د انسان په شخصیت کې ښکاره بدلون راولي، ځکه چې په عام ډول د ویښتانو سپینوالی د بوډاوالي نښه ده، چې له کبله یې انسان ته یو رنګه تشویش او پر ځان بې اعتمادي او اندیښنې راپيدا کوي.

صحتمند او ښایسته ويښتان د هر چا د زړه خواهش او ارزو وي، همدا وجه ده چې په سر کې د سپینو ویښتانو راښکاره کېدو سره سم یا څوک د درمل له لارې او یا هم د رنګ ورکولو له لارې ویښتان توروي.

په مصنوعي لارو ویښتان رنګول، یو خو قیمته پریوځي او بل زیانمن، ځکه چې دغه مصنوعي درمل د یو شمېر کیمیاوي موادو څخه جوړیږي، چې اکثر د ویښتانو د غورځېدو او لا زیاتو سپينېدو لامل کیږي.

په داسې وخت کې څومره ښه ده چې یوه داسې لار مو مخ ته راشي چې هم مو ویښتان تور شي، هم مضبوط او قوي پاتې شي او هم ارزانه وي، نو ددې لپاره له لاندې وړاندې شوو نسخو څخه کار واخلئ!

خو یوه خبره په یاد ولرئ چې د مصنوعي لارو په مقابل کې له طبیعي لارو څخه ګټه اخیستل وخت زیات نیسي، خو هیڅ زیان نه رسوي. ددې لپاره د تور مرچ طبیعي لاره په لاندې ډول ده:

د ویښتانو تورولو نسخې ترکیب په لاندې ډول دی

۲۵ ګرامه تور میروبلان myrobalan (یو رنګه ونه ده چې د رنګ، لرګیو او یو شمېر درملو تولیدات لري)، ۲۵ ګرامه تور مرچ او یو اندازه کلونجي، دریواړه به اوبو کې واچوئ په اور یې وخوټوئ او ښه یې مکس کړئ، او بیا به یې په سمه توګه چاڼ کړئ او په تېلو کې به یې ګډ کړئ، د شپې له خوا پرې سپین شوي ویښتان غوړ کړئ. خو دا په یاد ولرئ چې له طبیعي لارو ګټه پورته کول څو ورځې وخت ضرور نیسي.

ددې تېلو لګولو ترڅنګ د آمله (Embic) استعمال، چې هر سهار دوه دانې په داسې شکل وخوړل شي لکه ژاولې ژوول، او یا هم لیمو په کې ګډ شي او بیا وخوړل شي، هم د ویښتانو په تورولو کې ډېر ګټور ثابتیږي.

سرچینه: ای آر وای نیوز