چهارشنبه , 24 اپریل 2024

سپين ږیری او ځوان زوی يې (لنډه کيسه)

ژباړه: سليم حسن خيل

یو سپین ږیری سړی له خپل زوی سره چې عمر يې ۲۵ کاله و، په اور ګاډي کې ناست و،

دغه ځوان چې د کړکۍ ترڅنګ ناست و، د ښکلو منظرو په کتلو سره يې په ټنډه ډېره خوښي څرګندېدله.

یو لاس يې له کړکۍ ایستلی و، د هوا تېرېدل يې حس کول،

چیغه يې کړه: پلاره! ته ګورې چې دا ټولې ونې په مونږ پسې را روانې دي،

نو سپين ږیری سړی د زوی په خوشالۍ په مسکا شو.

د دوی ترڅنګ په بله چوکۍ کې یو سړی او ميرمن يې ناست ول او د زوی او پلار خبرې يې اورېدلې، دا يې ځانو ته لږ مزاحمت ګاڼه، چې په دومره عمر کې دا ځوان ولې د یو ماشوم په څېر چلند کوي؟!.

ناڅاپه ځوان یو ځل بیا چيغه کړه: پلاره! دا ډنډ او پکې حيوانات وګوره!،

وګوره! وريځې چې له اورګاډي سره سمې روانې دي.

سړی او میرمن يې د ځوان د دې نورو خبرو په اورېدلو هک حیران شول.

بیا د باران څاڅکي پیل شول، او د ځوان په لاس چې د اوبو څاڅکي وغورځېدل مخ يې له خوښۍ ډک شو، او یو ځل بیا يې چيغه کړه: پلاره! باران دی، او لاس مې په اوبو لوند شو، ته وګوره پلاره!.

نور نو سړي او میرمن دواړو نه شو کولی چې چپ پاتې شي، نو له سپین ږیري څخه يي پوښتنه وکړه: ولې دې دغه زوی ډاکټر ته د درملنې لپاره نه بوزې؟

سپین ږیري سړي ورته وويل: مونږ له روغتون څخه راغلو، او زوی مې په خپل ژوند کې په لومړي ځل په سترګو بنا شو، مخکې يې هیڅ شی نه شو لیدلی.

 

ګرانو! نو په کار ده چې مونږ او تاسو مخکې له دې چې ټول حقایق راته معلوم شوي نه وي، ژر فيصله ونه کړو، ځکه هر وخت واقعيت داسې نه وي چې سړی ويني، اصل او حقيقت بل ډول وي.