پنجشنبه , 28 مارچ 2024

سیاست او کرکټ

لیکنه: رفیق خاورین

تېره شپه د افغان د کرکټ لوبډلې له بریا سره جوخت د کوټې سنګي ساحه فیرونو په سر اخیستې وه، او له همدې څخه په استنتاج فکر کوم شاید په ټول افغانستان کې د توپکو ډزې شوي وي.

ټولنیزې رسنۍ هم له لفظي ډزو او فیرونو نه ډکې وې، چا “پنجاب”، چا د “دالو” چا د نورو مروجو سیاسي کنځل-ډوله الفاظو په کارولو سره، خپله بریا د بل ماته لمانځله.

که دا خبره پرته له سیاسي رنګ او تاثیر نه وځیرو ډیره بې معنا ځکه راځي چې د پاکستان ټیم څخه نور هم قوي ټیمونه شته چې ممکن د هغوی په مغلبوتیا او ماتې مو دومره خشونت‌آمیزه خوښي نه وای څرګنده کړې.

خو دا چې پاکستان او افغانستان سیاسي اړیکو د دوه لسیزو راهیسې ډیرې لوړې ژورې طی کړي او په اوس وخت کې په یوه ډیر ترینګلي حالت کې قرار لري نو په همدې اساس کرکټ د سیاسي ارادې او نفرت د اظهار یوه وسیله ګرځیدلې.

ذاتاً کرکټ یو ورزش ده او هدف یې هم روغتیايي ګټې، ساعت تیری او په ځانګړې توګه لوبغاړو پورې منحصرې ګټي دي. خو دا چې لوبو نن سبا بله جنبه خپله کړې او هدف یې هم یوازې ساعت تیری او نور عادي مسایل پورته تللی.

پخوا مې اوریدلي وه چې عینې حالت څو کاله وړاندې د هند او پاکستان تر منځ موجود وه)شاید اوس هم جریان ولري).

کامیاب کرکټیز ملت به د خوښۍ د اظهار او د مقابل لوري د ماتې د لمانځلو په موخه سرکونه ته په موټر سایکلو رواتل او ډول ډول نمایشونه به یې ترسره کول. یوه نیم خو به د زیاتو احساساتو او جذبو له امله د سخت تصادم او ټکر او یا غورځیدلو په نتیجه کې ان ژوند له لاسه ورکړ.

خو لکه څنګه چې په هغه هیودانو کې سیاسي تسلط او کنترول ځواکمن وه نو د فیرونو کول به شاید آسانه نه وه.

ددې ټولو خبرو څخه په استنتاج دا د سیاست زور وبلم او که د انسان او بلخصوص د افغانانو ځیږ او تریخ طبیعت چې د ورزش او لوبو په رقم پدیدې- چې اساساً غیر سیاسي ماهیت لري او حتی برعکس نن سبا د اکثرو هیوادونو تر منځ د دوستانه اړیکو د انکشاف او غوړیدلو لپاره په لاره اچول کیږي- په دې ټولنه کې د سیاست نه اغیزمنیږي.

دې ټولنه کې سیاست دومره زمونږ په رګ او رخسار راننوتلی چې د ژوند نورې ټولې حوزې مو په همدې رنګ لړلي او تقریباً د هغو استقلال مو تر پښو لاندې کړی.

نو په همدې اساس فکر کوم په وروسته پاتو ټولنو کې سیاسي دلچسپي او علایق دومره غالب او واکمن وي چې له علومو نیولې تر فنونو پورې ټولې حوزې په خپل ځان پورې راکاږي.