پنجشنبه , 25 اپریل 2024

سېمینار څنګه ورکړو؟

لیکنه: سیداصغر هاشمي

د سیداصغر هاشمي نوې رساله د هاشمي خپرندويي ټولنې له خوا په ۱۱۰۰ ټوکونو کې چاپ شوه.

ویناوالي علم دی، چې کله کله په ورځنیي ژوند کې په رسمي او غیر رسمي ډول ترې ګټه اخېستل کېږي. دا هم شونې ده چې ښه ویناوالي په ارثي ځانګړنو کې انسان ته انتقال شي، خو ډېر وخت دا علم په ډېر ریاضت او تکرار سره پیاوړی کېږي، چې د بېلګو یادونه یې په اثر کې شوې ده.کله کله په ځینو سېمینارونو کې ګډون کوم او یا په هر سمستر کې دپوهنتون محصلانو ته په یوې ځانګړې موضوع په ځانګړي طرزالعمل سره د لیکلو لارښوونه کوم، د بېلګې په ډول محصلان د فراغت په پای کې مونوګراف لیکي او د هر سمستر په جریان کې د کورنۍ دندې په ډول په لسو نومرو کې یوه مقاله پرې لیکم او باید ارایه یې کړي، خو همدې محصلان پر لیکلو سربېره د ارایه کولو ستونزې یې هم درلودې.

د لیکنیزې لارښوونو لپاره زما د (څېړنې بنسټونه) اثر په ټولیز ډول د څېړنې عامو او خاصو ډولونو لیکلو کې مرسته کوي، د مونوګراف لیکلو په برخه کې (د مونوګراف لیکنې لارښود)، د مقالې لیکنې په برخه کې (د مقالې لیکنې بنسټونه)، د تېزس لیکنې په برخه کې (د تېزس لارښود) او د ډيزرټیشن لیکلو لپاره(د تحقیق اصول) اثار د یوې خاصي لیکنیزې کلي په ډول لارښوونې لري. په ټولیز ډول ټولو رسمي او غیر رسمي ویناوالو او په ځانګړي ډول د پوهنتون(لیسانس، ماسټري او ډاکټرۍ) دورې محصلانو ته د یو لارښود اثر په ډول(سېمینار څنګه ورکړو؟) ښې لارښوونې لري. په رسالې کې لاندې سرلیکونه موجود دي:

ليکلړ

یادښت

لومړۍ برخه

سیمينار څه ته وايي؟

د سېمینار ارزښت

د سېمینار ګټې

د ښه سېمینار ځانګړنې

د سېمینار موضوع ټاکل

د موضوع ترتیب

د سلایډونو ساختماني جوړښت

د سلایډونو معنوي جوړښت

د سېمینار ورکولو مخکې باید لاندې کارونه وشي

سېمینار ورکوونکی باید له ځانه لاندې پوښتنې وکړي

دویمه برخه

د ارايې مخکې په لاندې خبرو پوهای اړین دي

مخاطبین څوک دي؟

عمر ته پاملرنه

جنسیت معلومول

ګډونوال څومره دي؟

د ګډون کوونکیو د زده کړې کچه

د موضوع چمتوالی

الف.ذهني چمتووالی

ب.فزیکي چمتووالی

په سېمینار کې د فکر برخه

الف.د مثبت فکر ګټې

ب.د منفي فکر زیانونه

ج.پر ځان بارو

د سېمینار تمرین

د سېمینار ځای

د نورو پوهانو سېمینارونو کې ګډون

د سېمینار وخت

په سېمینار کې هیله، هوډ او ډسیپلین

درېیمه برخه

دریځ ته تګ او نورې اړینې لارښوونې

د خبرو پیل کې ژوره ساه اخېستل

د ګډون کوونکیو سره همنظري

د ارایه کولو په جریان کې حرکت

د سېمینار لپاره اړین توکي

کلمې

اهنګ او غږ

بدنې حرکتونه

الف.د پښو دنده

ب.د سترګو رابطه

ج.د لاسونو دنده

په سېمینار کې ټوکې کول

د موضوع تسلسل

د اواز ښه والی

د اواز جګوالی او ټیټوالی

الفاظ سم بیانول

ورو ورو خبرې کول

ټول کسان باید خبرې واوري

د جملو ځنډ

د کلمو تر مینځ ځند

د لیک نښو په نظر کې نیولو سره ځنډ

د خبرو نظم

د میکروفونه ګټه اخېستل

د سېمینار ورکولو پر وخت یاداشت اخېستل

له انځورونو ګټه اخېستنه

د انځور او موضوع اړیکې

دیاګرامونه

فصاحت او بلاغت

د لهجې مبرا ژبه

د سېمینار د موضوع حدود

د خبرو او عمل توازن

د خبرو او فکر اړیکې

د خبرو او اخلاقو اړیکې

د خبرو او شخصیت اړیکې

له تکلفه مخنیوی

په یادو د موضوع یادولو ستونزې

د اصل موضوع پر شاو خوا را ګرځيدل

د وینا په جریان کې د ځینو شاعرانو شعرونه ویل

د (زه)، (زموږ) او (تاسې) له ضمیرونو ګټه اخېستل

په خبرو کې حکایتونه

په وینا کې تواضع

څلورمه برخه

د موضوع پای او اړین توکي

د سېمینار سوالونو ته تیاری

د ځوابونو پیدا کول

د سوالونو په اړه غبرګون مه ښيئ

د سېمینار نومرې ورکول

الف: د موضوع ساختماني جوړښت

ب: د موضوع محتوايي جوړښت

ج: د سېمینار سلایډونه

هـ: د سېمینار ارایه

د سېمینار د ارزونې پاڼه

ماخذونه