پنجشنبه , 25 اپریل 2024

سېنمايي ستورې دیا میزا له خپل خاوند څخه جلا شوه

د بالیووډ ښکلې اونوموتي سېنمايي ستورې دیا میزا چي په ۲۰۱۴م کال کيد ساحیل په نوم د یو شخص سره واده کړي و، تر پنځه کاله کډ ژوند وروسته له یو بل څخه جلا کېږي.

هندي رسنیو مخکي داسي راپورونه خپاره کړل، چي د بالیووډ سېنما ښکلې ستورې دیا میزا د خپل خاوند ساحیل څخه جلا شوه او دلیل یي د دوې تر منځ د یو دریم شخص راتګ یاد کړي و، رسنیو ویلي دي چي د کانیکا دیلن په نوم یو انجلي د ساحیل ژوند ته راغلې ده.

خو دیا میزا رسنیو ته د خپل خاوند څخه د جلا کیدو خبرونه تایید کړه، اما دا چي د دوې تر منځ دریم شخص راغلې رد کړي او ویلي دي:(( زه غواړم د هغه خبرونو په هکله چي د ځینو رسنیو له لوري خپاره شوي دي چي ګواکي د کانیکا دیلن په نوم د یو انجلي له امله زه او ساحیل سره جلا شو، وضاحت ورکړم. ځیني رسنۍ زموږ د همکارانود نومونو څخه سوء‎ استفاده کوي چي دا ډېر د تاسف وړ خبره ده. زه نه غواړم د یو ښځي په صفت بل ښځه د خپل خاوند څخه د جلا والي لپاره استعفاده کړم او داسي هیڅ خبره نه ده))

دیا میزا او ساحیل په ۲۰۱۴م کال کی واده وکړ.

یادي انجلي کانیکا هم د رسنیو د راپور په اړه سخت غبرګون وښود او دا يي د شرم خبره وبلل، چي رسنۍ د دیا او ساحیل د جلاوالي لپاره زما د نوم څخه استعفاده کوي.

دیا میزا ویلي دي، چي دا د دوې دواړه کډه فیصله وه چي له یوبل څخه جلا شي. وايي له دي وروسته به هم یو بل ته ډېر احترام ولري او یو بل ته به د دوستانو په شان ګران اوسو.