پنجشنبه , 25 اپریل 2024

شارخ خان ۷ کاله وروسته په ډان۳ فلم کار کوي

د بالیووډ باچا شارخ خان د ډان فلمونو دریمه برخه جوړوي. د ډان فلم دوهمه برخه پوره ۷ کاله مخکې شارخ خان او پرینکا چوپړا په ګډه جوړه کړې وه.

د فلم پروډیوسر ریتش سیدواني ویلي، چې ډان۳ فلم سکریپټ تیار دی او شارخ خان به د فلم هیرو وي؛ خو دا ځل به پرینکا چوپړا په دې فلم کې نه وي.

داسې خبرونه هم ورکړل شوي وه، چې شاید ډیپیکا پاډوکون د پرینکا چوپړا په ځای په ډان۳ کې د شارخ خان سره ګډه ولوبیږي.

ښاغلي ریتیش دا رد کړه، چې ګنې ډیپیکا پاډوکون د ډان۳ فلم برخه ده، اما د پرینکا چوپړا په اړه يې څه ونه وویل.

بل پلو رامیش بلا چې د فلمونو تجارتي څیړونکی دی ویلي، چې نه هم پرینکا او نه هم ډیپیکا پاډوکون د ډان۳ فلم برخه ده؛ بلکې په ځای به يې یوه نوې څیره رامخ ته شي.

د فلم د شوټینګ چارې به په ۲۰۱۹ کال کې پیل شي او زیاته برخه به يې په دوبۍ او ابي دوبۍ کې جوړه شي.

د ډان فلمونو لومړۍ برخه په ۲۰۰۶ کال او دوهمه برخه یا ډان۲ په ۲۰۱۱ کال کې خپره شوه. ډان د جرمي – اکشن ژانر فلم دی، چې د شارخ خان له کامیابو فلمونو څخه ګڼل کیږي.