شاهین اسمایي د سپین غربازانو ته ۳-۱ ماتې ورکړه

د افغانستان غوره لیګ فوټبال سیالیو د تېر ماښام لوبه کې شاهین اسمایي لوبډلې په یوه په زړه پورې لوبه کې سپین غر بازانو ته درې د یو ګول مقابل کې ماتې ورکړه.

د لوبې لومړۍ نیمایي بې له دې، چې کومه لوبډله ګول ووهي پای ته ورسېده، خو دویمه نیمایي کې لومړی ګول شاهین اسمایي ته د لوبې په ۵۹مه دقیقه کې ناصر حسیني ګول ووهلو.

له دې ۱۵ دقیقې وروسته د سپین غر لپاره هدایت الله قریشي د کاوش حیدري د ګول په لور د یوې ازدې ضربې څخه په ګټې اخیستنې د لوبې له مساوي لپاره یو ګول ترسره کړ.

د شاهین اسمایي لپاره دویم ګول انور اکبري په پنالتي سره ترسره کړ.

دریم ګول یې د لوبې اضافي وخت یعنې ۹۴یمه دقیقه کې وکړ او پدې سره لوبه درې د یو ګول وهلو مقابل کې د شاهین اسمايي په ګټې سره پای ته ورسېده.

شاهین اسمايي په الف ګروپ کې په ۹ امتیازونو په لومړي، د اباسین څپې په درې نمرو دویم، سپین غر بازان په یوه نمره دریم او موجهای آمو په یوه نمره د جدول په څلورم مقام کې ځای لري.

نصرت الله عمرزی