شل رازونه چې خوشاله کسان یې هېڅکله تاسو ته نه وایي!

 

 

ژباړه : عطا محمد  میاخېل

خوشالي یوه ټاکنه ده او واقعاً خوشاله کسان یې هره ورځ ټاکي، هغه څه چې ښایي پرې پوه نه شئ، دا دي چې دا کسان د عادي کسانو په څېر له سختیو سره مخامخ کېږي، خو د هغه ژوند له پاره چې وړ یې دي، د خندا او مثبت فکر د وسلې په وسیله تل مبارزه کوي . په دې اساس که چېرې له ځانه مو پوښتنه کړې وي، چې هغوی ولې دومره خوشاله دي ؟    له موږ سره ملتیا وکړئ، ترڅو د دې واقعاً خوشاله کسانو په ځینو رازونو باندې رڼا واچوو.

۱ ـــ تل خوشاله نه دي :

راځئ چې رښتیني واوسو، هېڅوک تل خوشاله نه وي، د دې له پاره ښه دلیل هم شتون لري . دا دَرې دي، چې د لوړو څوکو ښکلا موږ ته راښیي . واقعاً خوشاله کسان په دې باندې پوهېږي او ځانته دا اجازه ورکوي، چې په طبیعي ډول غم او خپګان تجربه کړي . د تحمیلي خوشالۍ له پاره هڅې، ښه تحمیل دی، نو هغوی اوښکې او خنډونه مني او ځانته د دې شېبو د تجربه کولو اجازه ورکوي .

۲ ـــ نه ویل یې زده کړي دي :

عجیب معلومېږي، خو د ځینو کسانو له پاره نه ویل آسان کار نه دی، په ځانګړې توګه که چېرې د هغو کسانو له ډلې څخه یاستئ، چې د نورو خوشاله کول یې خوښېږي، په دې حالت کې که چېرې په دې کار سره بد حالت تجربه کوئ، نو باید پوه شئ، چې واقعاً خوشاله کسان خپله انرژي د دې کار له پاره نه ځانګړې کوي . د دې کار پایله اروایي فشار او ژور خپګان دی، په یو نه یو ډول د خوشاله اوسېدلو موخه په بشپړه توګه له منځه وړي . په بدل کې یې خوشاله کسان د نه ویلو له پاره له خپل حق څخه ګټه اخلي . هغوی دا کار په ډېرې ځیرکۍ سره ترسره کوي، چې نه یې اړیکې زیانمنې شي او نه یې هم خوشالي له منځه لاړه شي .

۳ ـــ بې سرخوږي ژوند یې نه دی لرلی :

هېڅ یو له واقعاً خوشاله کسانو څخه به تاسو ته ونه وایي، چې آرامه او سوکاله ژوند لري، ښایي ډېر ځله په ځمکه را غورځېدلي وي، خو هر ځل بېرته را پورته شوي دي او دا یې نه ده منلې، چې غورځېدلي پاتې شي . له کومې انرژۍ او ځواک څخه یې چې د بېرته را پورته کېدلو او جنګېدلو له پاره کار اخیستی دی، دا هغه څه دي، چې هغوی ته یې د رښتینې خوشالۍ مانا ورښودلې ده . که چېرې وکولای شئ، چې له سختیو څخه په موسکي ډول تېر شئ، نو ګټونکي یاستئ او څوک به وي، چې له دې موضوع څخه نه خوشالېږي.

۴ ـــ له آسمان څخه ځمکې ته را تګ یې تجربه کړی دی :

هغوی له هغه څه څخه ډېر، چې وکولای شي وې شمېري، له آسمانه ځمکې ته را غورځېدلي دي او بېرته پورته شوي دي . د ډېری فاني موجوداتو له پاره، له آسمانه ځمکې ته را غورځېدل احتمالاً د لارې پای دی، خو د واقعاً خوشاله کسانو له پاره دا وضعیت یوازې د غوره پیل له پاره یوه ښه موکه ده . دې کسانو د لوړېدو په تګلوري کې ډېر څه زده کړي دي او دغه راز د را غورځېدو په تګلوري کې هم له ډېرو درسونو څخه برخمن شوي دي. هېڅ تجربه بېځایه نه ده، هغوی د خپل علم او پوهې په برکت پرمخ ځي .

۵ ـــ خپلې نیمګړتیاوې یې خوښېږي :

د خوشاله کسانو له پاره د نیمګړتیاوو لرل، هماغه بې نیمګړتیا اوسېدل دي، هغوی خپلې نیمګړتیاوې او عیبونه منلي دي . واقعاً خوشاله کسان پوهېږي، چې دا ټولې نیمګړتیاوې یوازې د هغه څه برخه دي، چې هغوی په استثنایي انسان باندې بدلوي او هغوی په دې موضوع باندې مین دي . واقعاً خوشاله کسان پوهېږي، چې د بې نیمګړیتا په نامه کوم بهرنی څیز شتون نه لري او نه یوازې د هغه په لټه کې نه دي، بلکې پوه شوي، چې نیمګړتیاوې هم په هماغه اندازه غوره او عالي دي .

۶ ـــ په خپل ژوند کې د اروایي فشار له پاره ځای نه پرېږدي :

واقعاً خوشاله کسان څه د ذهن د متمرکز کولو او څه د اروایي فشار له زېږېدو څخه د لرې کېدو له لارې د ځان له پاره تګلوری هوار وي، تر څو له هر غیر ضروري اروایي فشار را منځته کوونکي حالت څخه ډډه وکړي او په ډېره چټکه توګه له هغو څخه واټن واخلي . دا کار په هېڅ وجه د اوږو تشول نه دي، بلکې په هغو څیزونو باندې تمرکز کول دي، چې واقعاً ارزښتمن دي او د کوچنیو ځورونکو اروایي فشارونو مخه نیسي، تر څو په یوې خطرناکې مسئلې باندې بدل نه شي .

۷ ـــ ورزش کوي :

د خوشاله کېدلو له پاره د کار له ترسره کېدو څخه کومه بله لاره غوره ده، چې طبیعي خوشاله کوونکي کېمیاوي توکي له دننه څخه په بدن کې آزاد کړي ؟ واقعاً خوشاله کسان د سالم ژوند له نړۍ او ورزش څخه ګټه اخلي، نه یوازې د ښې ظاهري بڼې د لرلو له پاره، بلکې  هغو ته له اوسني احساس څخه غوره حس ورکوي، څه په آزاده فضا کې منډې ووهي یا په ورزشي کلپ کې ورزش وکړي . خوشاله کسان د ورزش له ګټو او په بدن کې د اندروفین له ترشح څخه خبر دي .

۸ ـــ پوهېږي چې کافي دي :

هغوی د غوره څیزونو وروستۍ نسخې ته اړتیا لري او خپل ارزښت په بهرنیو څیزونو پورې نه تړي . خوشاله کسانو دا زده کړي دي، چې هېڅ ځانګړی څیز نه شي کولای، چې په دوی کې د خوشالي او رضایت احساس را څرګند کړي . دوی په خپلو اړیکو کې له دې تګلارې څخه چې وایي : (په کوم ډول چې یم ومې منه) پیروي کوي . ښایي په تېر کې یې په خپلې ارزښتمندۍ باندې کومه جګړه تر شاه پرېښې وي، په داسې څیزونو پسې تللي وي، چې ګمان یې کاوه، له دوی څخه غوره کس جوړوي، خو اوس پوهېږي، لکه څنګه چې دي، ښه او غوره دي .

۹ ـــ قضاوت نه کوي :

هغوی په نورو باندې قضاوت کولو ته اړتیا او لېوالتیا نه لري، ځکه نه یې خوښېږي، چې په دوی باندې قضاوت وشي . د خوشاله کسانو غوره والی دا دی، چې نور پرېږدي، څنګه یې چې زړه غواړي هماغسې ژوند وکړي . په دې اړه خواشیني او اندېښنه، چې نور څه کوي یا څه نه کوي، غیر ضروري خبره او د وخت بېځایه تېرول دي او یوازې قضاوت کوونکي شخص ته د غوره والي درواغجن احساس ورکوي، خوشاله کسان دې کار ته اړتیا نه لري او دا غوره ګڼي، چې له خپل وخت څخه د نورو د تخریب پرځای د هغوی د لوړولو له پاره کار واخلي.

۱۰ ـــ کولای شي خپله پاملرنه منظمه کړي :

د ستونزې ډول ته په نه پاملرنې سره، چې له هغې سره مخامخ دي، د مسایلو د بررسۍ له پاره تل بله لاره شتون لري . هغوی د پاملرنې په منظم کولو سره، سختو ستونزو ته په نوي لید سره وګوري . د پاملرنې منظم کول نوی لید را منځته کوي او په نوي لید سره، نوې د حل لاره را څرګندېږي .

۱۱ ـــ د ماشومتوب د ورځو شور او خوښي یې له لاسه نه ده ورکړې :

خوشاله کسان له دنننه څخه ماشومان دي، هغوی د ژوند له سختیو څخه نه دي اغېزمن شوي، خاندي او مینه کوي . ژوند ته د دوی دا لید، په دوی کې ځیرکتیا او خلاقیت ژوندي ساتي او دا حقیقت باید ومنو، چې د هغوی په څنګ کې اوسېدل په همدې دلیل دومره ښایسته دی .

۱۲ ـــ له وېرې سره مخامخ کېږي :

د واقعاً خوشاله کسانو په ژوند کې وېره ځای نه لري . هغوی د خوشالۍ په لټه کې بریالي دي او ځانونه یې د زړورتیا په وسله سمبال کړي دي او له ډېرې کمې خوشالۍ سره مخ په وړاندې حرکت کوي . له وېرو سره مخامخ کېدل البته ډار را منځته کوي، خو دا هم د ژوند د جوړښت یوه برخه ده، چې باید وې منو . له وېرو سره د مخامخ کېدو پرمهال دا کسان د ژوند واګي په خپل لاس کې اخلي او هېڅ څیز دا اجازه نه شي تر لاسه کولای، چې د دوی او خوشالي ترمنځ واټن را منځته کړي .

۱۳ ـــ خطر مني :

خطر منونکي خوشاله کسان دي . هغوی پوهېږي، چې د آرامتیا له سیمې څخه بهر کېدل او د نوې سیمې په لور ګام پورته کول، اندېښنې نه را منځته کوي، بلکې د نوو او حیرانونکو څیزونو د تجربه کولو له پاره یوه ښه او غوره لاره ده، چې ژوند یې د وړاندې کولو له پاره په خپل واک کې لري . هغه څه چې دوی حرکت ته اړ کوي، وده او د دې موضوع په اړه په ډېر څه باندې پوهېدل دي، چې وړتیاوې یې څومره دي او کومو څیزونو ته کولای شي لاسرسی پیدا کړي . هغوی پوهېږي، ښایي تېروتنه وکړي یا ماتې وخوري، خو د هغوی له پاره ماتې یوازې له ژوند څخه یو مینه ناک درس دی .

۱۴ ـــ په زړه کې هېڅ کینه نه لري :

خوشاله کسان تېرو غوسو او ځورونو پسې نه ګرځي، بلکې دا غوره ګڼي، ترڅو خپلو اندېښنو او خواشینیو ته اجازه ورکړي، ترڅو له بدن څخه یې بهر شي . هېڅ څیز د تېرو غمونو او خواشیینیو د یادولو په پرتله ستاسو خوشالي له منځه نه وړي . خوشاله کسان له دې موضوع څخه ښه خبر دي او په دې اساس هغه غمونه یې چې په تېر کې یې لیدلي مني او ځانونه یوځل بیا چمتو کوي او په خوشاله توګه مخ پر وړاندې حرکت کوي .

۱۵ ـــ نور هڅوي :

د نورو د خوشالیو لیدل او دا چې هغوی له خپلو وړتیاوو او استعدادونو څخه ډېره زیاته ګټه اخلي، دا ډول افراد واقعاً خوشاله کوي . د نورو د سختو هڅو لیدل، دوی په رښتیني ډول خوشاله کوي او په دې اساس هر هغه څه یې چې په توان پوره وي، خپل د خوښي وړ او مهمو افرادو د هڅونې او ملاتړ په لاره کې یې ترسره کوي . دغه راز هغوی د نورو په بریا سره هڅول کېږي، نه دا چې کینه وکړي .  یانې دوه اړخیزه بریا .

۱۶ ـــ په خندېدلو باندې مین دي :

خوشاله کسان د ژوند خوشاله او سوکاله اړخونه ویني او موخه یې داده، چې تل د ژوند روښانه لوري ته وګوري، کله چې خاندي واقعاً خوشاله او سوکاله معلومېږي او کولای شي بې روحه کسان هم خندېدلو ته اړ کړي . هغوی پوهېږي، چې د وخت د تېرېدو ترڅنګ له خندا پرته بله روغتیا بښونکې وسیله شتون نه لري، خندېدل نه یوازې هغوی خوشاله کوي، بلکې د اروایي فشار په کنټرول کې هم ورسره مرسته کوي .

۱۷ ـــ په لومړي پړاو کې له ځان سره رښتیني دي :

هغوی کولای شي، هر درواغ چې وغواړي نورو ته یې ویلی شي، خو ټول خوشاله کسان خپل دننني غږ ته ډېر پام کوي، چې هغوی ته یادونه کوي، چې په بشپړه توګه له ځان سره رښتیني نه دي . له خپل ځان سره په مسایلو باندې اعتراف کول، له ځان سره د رښتیني اوسېدو لومړی ګام دی، مخکې تر دې چې وکولای شئ، نورو سره رښتیني واوسئ، دا کار ډېر وېرونکی دی، خو باید ترسره شي . خوشاله کسان پوهېږي، که چېرې ټاکل شوې وي، چې په رښتیني ډول خپله واوسي، نو باید له ځان سره رښتینولي هېره نه کړي، ځکه هېڅ څیز د نه رښتینولۍ په څېر نه شي کولای، چې د انسان د خوشالۍ قطب ښودونکې وسیله له کاره وغورځوي .

۱۸ ـــ له نورو څخه د مرستې غوښتنه کوي :

هغوی پوهېږي، چې د مرستې غوښتل انسان په کمزوري موجود نه بدلوي؛ په دې اساس کله چې د مرستې غوښتنه کوي د کمزورتیا او یا هم له بل کوم احساس سره نه لاس و ګرېوان کېږي، په بدل کې یې مرسته غوښتل د خپلې نظریې له پاره بل لید لوری او یا هم له نورو سره د دروند بار وېش ګڼي . د هغوی دې ته پام دی، چې ښایي تل اړینه وړتیا په واک ونه لري، چې ټول کارونه په یوازې توګه ترسره کړي، نو هغه لاس چې د دوی په لور د مرستې په موخه را وغځول شي، د یوې ډالۍ په توګه ترې هرکلی کوي . هغوی پوهېږي، چې د مرستې غوښتل، له دوی څخه څه نه کموي، بلکې یوازې کولای شي، د دوی ژوند او تجربو ته یو څه ور زیات کړي .

۱۹ ـــ له توپیرونو څخه هرکلی کوي :

ټول خلک په یو څه کې سره ورته دي : له یو بل سره په توپیر لرلو کې، واقعاً خوشاله کسان له دې توپیرونو څخه خبر دي؛ دا توپیرونه څه د نژاد، مذهب، جنسیت یا لیدلوري په اړه وي، څه بل هر توپیر چې موږ له یو بل څخه جلا کوي . هغوی هڅه نه کوي، چې له توپیرونو څخه انکار وکړي، بلکې مني یې او درنښت ورته لري، د خوشاله کسانو له پاره که چېرې ټول یو بل ته ورته وای، نو نړۍ به ورته ستړې کوونکې وای .

۲۰ ـــ له ژوند سره مینه لري :

ژوند له ټولو لوړو ـــ ژورو، هسکو او ټیټو سره، چې لري یې د خوشاله کسانو له پاره یوه شر غوښتنه ده، چې باید ترې مننه وشي . ټپونه، زخمونه او کړاوونه د دې سبب ګرځي، چې له موسکاوو او ښکلاوو څخه لا زیات خوند واخلو . خوشاله کسان په دې باندې پوهېږي، له ژوند سره نه جنګېږي، بلکې په همدې بڼه یې مني . هغوی د دې له پاره چې خوندور، ارزښتمن ژوند جوړ کړي؛ هر کار چې اړین وي، ترسره کوي یې؛ په عین حال کې پوهېږي، د دې له پاره چې وکولای شي، واقعاً د دې سفر په ارزښت پوه شي، کله وخت باید کېني او له تګلوري څخه خوند واخلي .