شپږهغه ټولیز باورونه چې دواده په باب باید باور په ونه کړل شي

په نړیواله کچه چې کومي پلټنې سوي له هغو دا ښکاري چې دهغو کسانو شمیر ورځ تربلي زیاتیږي چې غواړي ژر واده ونه کړي یا یې له واده سره جوړه نه ده یا یې دواده په باب بیلابیل باورونه اوریدلي دي.

ددندي تقاضا،مالي ستونزې،لوړې زده کړي او دژوند طریقې ډیر کله ددې سبب ګرځي چې واده مو ټکنی کړي خو دملګرو ،کورنۍ او رسنیو دا هم اورو چې واده یو بوج دی.

دلته لاندي هغه شپږ باورونه په ګوته کوو چې ډیرکله دګډ ژوندپر وخت لاره رانه ورکوي:

باید ایډیال دژوند ملګری ونه لرم

ایا په رښتیا هم باید دداسي ملګري په لټه واوسو چې هغه یوازي په ارمانوکې راځي ؟

متخصص وګړي وايي دیوښه اونیک قدمه واده دپاره ایډیال فکرونه ضرور نه دي او لا هم په ډیرو ځایونو کې ددواړو اړخونو یعني خاونداو میرمني د خواشینۍ سبب هم ګرځي.

هیڅ انسان بشپړ نه دی او موږ که یوڅوک دخپل دماغ له ایډیال سره پرتله کووحتماً ناامیده کیږو اودځان سره فکرکوو چې هغه څوک مې دژوند ملګرتیا ته نه دی ټاکلی چې زما په دماغ کې و نو دګډ ژوند اړیکه ورسره بیخونده او کړکېچنه کیږي.

جنجال کول واده له منځه نه وړي

ډیر کسان په دې فکر دي چي یوه لفظي لانجه یا جنجال نو ددې سبب ګرځي چې اړیکه پای ته په ورسیږي خو متخصص وګړي وايي عادي لفظي لانجې اړیکه لا غښتلې کوي.

داچي داختلافونو له حله وتښتو مشکل وده کوي، ځکه خبري او پایلي ته رسیدل ددوو اړخونو ترمنځ همغږي زیاتوي اوددې چانس برابروي چې څه ډول داختلافونو سره مناسب چلند ولرو او داړیکې ساتلو ته سینه- وکاروو.

دفکرونو،احساساتو او تجربو شریکیدل د ډیرو جوړو دپاره یوه مثبته چاره ده، خو لازمه هم نه ده چې ددغه پدیدو ټول جزییات دي نو ګډ ژوند ته صمیمیت او خوږوالی -ورکړي.

واده دملګرتیا سره ډیر توپیر نه لري

سمه ده چې واده او ملګرتیا فرق سره لري ولي دا نظر چې ستا قصد نور دمقابل اړخ تر مثبت تاثیر لاندي راوستل نه دي بلکي ورسره اوسیدل دي -ولي لاري سته چې ډاډه شو ،چې زموږ واده اوس هم یوه ملګرتیا او دوستي ده او داددې سبب وګرځوو- چې پر واده مو ښه اغیز ولري.

لاري چاري شته چې دژوند ملګری یا ملګرې مو لاډیر وپیژنو اودیوبل دپاره عاشق پاته شو.

یوه ښه میرمن یو ښه کورنۍ جوړوي

بلې یوه ښه ښځه یوه ښه کورنۍ جوړوي خو داټول او بشپړ تخنیک نه دی چې کورنۍ په جوړیږي بلکې یوه برخه ده.

وال سټریټ دامسله چاپ کړې ده او وايي هغه نارینه چې دکور په کارونو کي کومک کوي خپل ښځینه اولاد دخپلي دندي هدفونو ته هڅوي، کله چې نارینه لوښي یا لباس مینځي،ښځینه وو ته ددې الهام ورکوي چې هغوی بیا کولای شي دنارینه وو دندي ځانونو ته وټاکي اودجنس پر برابرۍ یې زړه تکیه شي.

تفاوتونه ډیر کله زیانونه پېښوي

تراوسه دي پر دې فکر کړی دی چې دژوند دملګري سره څومره فرق لرې؟ که دې په دې باب فکر کړی وي نو په یاد کې ساته چې مخالف خصوصیات یوبل جذبوي.

تراوسه خورا ډیرو جوړو د یوعالم توپیرونو او تفاوتونو سره –سره خورا ښه ژوند کړی دی.

ددې سره –سره چې دوه انسانان به دیوبل سره دخوی،علم،رنګ ،مذهب او سیاسي فکر توپیر-ولري خود ګډ ژوند په ګډ تخنیک ښه ژوند هم جوړولای شي.

واده به تا بشپړبدل نه کړي

ځیني کیدای شي اندیښمن وي چې واده به دوی ته بدلون ورکړي خو دا خبره الزاماً سهي نه ده.

جوړې باید درک کړي چې که څوک غواړي ددوی سره واده وکړي کیدای شي کاملاً ددوی له ځانګړنو بېل وي یا یې بیخي دغه ځانګړنې خوښي نه وي، خو یوشی چې په فرد پوري منحصر دی هغه دده خصوصیت دی اوپه هر خصوصیت کې ډول تغیراو تبدیل په تدریج او ارامۍ کیدونکی دی.

دوخت په تېریدو تاسې دګډ ژوند دملګري هرډول خوی او عادت ته ججوری(زغم) پیدا کولای شئ او تاسي کولای شئ دهرخصلت په باب دیوبل سره خبري وکړئ.

ژباړه : میرویس اتل