پنجشنبه , 25 اپریل 2024

شپږ دلایل چې د ډېرو ځیرکو کسانو خوښي اخلي

 

ژباړه: ضمیر ساپی

که څه هم ډېر هوښیار او ځیرک خلک د ژوند په ډېرو چارو کې له نورو متفاوت او بریالي وي، خو د ځینو دلایلو له کبله یې ژوند تریخ وي. که تاسې هم داسې احساس کوئ او غواړئ په دې اړه نور مالومات ترلاسه کړئ لاندې شپږ دلایل ولولئ.

۱ – د هر څه په اړه عمیق فکر کول

که مو پام شوی وي، ډېر ځیرک او هوښیار خلک تل د یو کوچنۍ مسئلې او ستونزې په هم اړه له حده زیات فکر او تحلیل کوي چې دې چارې يې ژوند تریخ کړی وي. دا ډول خلک ځینې وخت د هغه ستونزو په اړه فکر کوي چې هېڅ موجودې نه وي. د دا ډول ناموجوده ستونزو په اړه عمیق فکر او تحلیل کول مو ژوند تریخوي.

سمه ده چې د ځینو موضوعاتو په تحلیل کول ګټور دی، خو دا چاره هر وخت ګټوره نه تمامېږي، نو ځینې وخت باید هغه حالت غوره وګڼل شي چې ستونزې نه جوړي او یا یې ستونزې کوچنۍ وي، ځکه دا چاره ستاسې د خوشالۍ او ارامتیا سبب ګرځي.

۲ – له حده زیاته تمه لرل

ډېر ځیرک او هوښیار خلک ځینې وخت د نورو خلکو ترڅنګ له خپله ځانه هم خورا ډېره تمه لري. کله چې د دوی تمه او هیله پوره نه‌شي په دې وخت کې د خپګان احساس کوي. دا ډول غوښتنې که د دوی په ټولنیز او شخصي ژوند او یا کاري چاپېریال کې هم وي، پر ژوند او خوشالۍ یې نېغ په نېغه اغیزه کوي.

په دې باید پوه شو چې په ژوند کې زموږ ټولې غوښتنې نه پوره کېږي، نو کله چې د یو ناشوني کار په اړه فکر کوئ، ترې تېر شئ. دا چاره له تاسو سره ستاسې په خوشالۍ کې مرسته کوي، ځکه حقیقت او زموږ تمه له یو بل سره ډېر توپیر لري.

۳ – قضاوت او تېروتنو په اړه فکر کول

د خپل ځان په اړه له حده زیات قضاوت کول هم ستاسې د خپګان لامل ګرځي، ځکه لکه څنګه چې ډېر هوښیار خلک د ډېرو موضوعاتو په اړه ډېر تحلیل او عمیق فکر کوي، همداراز د خپل ځان او سلوک په اړه فکر کول هم د دوی خوشالي اخلي. ځینې وخت هوښیار او ځیرک خلک ان د خپل ځان له‌پاره هم ډېر سخت معیارونه ټاکي، کله چې دوی خپلې موخې ته و نه رسېږي په دې صورت کې دوی د خپګان احساس کوي.

د خپلو تېروتنو په اړه چې څو کاله وړاندې مو ترسره کړي، فکر مه‌کوئ، ځکه تاسې هغه بېرته بدلولی نه‌شئ، د فکر او تشویش پرځای ترې تجربه واخلئ.

۴ – له حده لوړ مرام

ډېر هوښیار او ځیرک خلک ډېری وخت له حده لوړې موخې لري. دوی غواړي په ژوند کې داسې چارې ترسره کړي چې ممکنې نه‌وي. په دا ډول هڅو سره دوی خپله انرژي مصروفوي او خپلې موخې ته نه‌شي رسېدلی چې دا ډول کړنې د دوی د ستر خپګان سبب ګرځي. تاسې باید ځينې وخت هغه ډول عادي ژوند هم ومنئ چې تغیر يې بیخي ناممکن وي چې دا چاره ستاسې په خوشاله ژوند کې مرسته کوي.

۵ – خپل بډ یا سیال پیدا کول

د یوه ټولنیز بشر په توګه موږ ټول اړتیا لرو چې د ټولنې له خلکو سره خبرې اترې وکړو او ټولنیزې اړیکې ورسره ولرو. دا له موږ سره د یو بل ستاینې، مننې او خوشالۍ کې مرسته کوي. ډېر هوښیار او ځیرک خلک فکر کوي چې مقابل لوری د دوی په خبرو نه‌ پوهېږي یا د دوی د پوهې له کچې سره برابر نه‌دي؛ نو دوی ځینې وخت له خپلو دوستانو او کورنۍ سره د نظر په شریکولو کې ډډه کوي.

همداراز، څېړنو هم ثابته کړې چې د نورو په پرتله، ځیرک خلک دومره ټولنیز نه‌ وي چې دا چاره د دوی د خپګان لامل ګرځي.

۶ – رواني تکلیف

څېړنو ثابته کړې چې ډېر ځیرک خلک ځینې وخت د رواني، اضطراب او ژور خپګان په ناروغیو اخته کېږي. ځینې ډاکټران لا اعا کوي چې د دوی دا تشویش د دوی د ډېرې پوهې نبوغ له کبله دی، خو په دې اړه تر اوسه کره شواهد نه دي وړاندې شوي چې د ډاکټرانو دا ادعاوې ثابتې کړي.

دا په دې مانا نه ده چې ټول هوښیار او ځېرک خلک رواني ستونزې لري، خو دوی نسبت نورو خلکو ته زر په ژور خپګان اخته کېږي، ځکه چې دوی د ډېرو موضوعاتو په اړه ډېر عمیق تحلیل او فکر کوي چې دا چاره د دوی پر روان اغېزه کوي.