شکر ناروغي: تاریخچه، ډولونه او درملنه

راټولوونکې: نګین کرګر

ژباړه: نصیراحمد نظري

الف) تاریخچه

له ۱۱۵۰ کلونه تر میلاد دمخه دلومړي ځل له پاره په یوه  مصري پاپیروس باندې هغه ناروغي چې وروسته بیا د شکر یا (ډیابېټ) په نامه نومول شوې؛ ثبت شوې ده.

اوس‌مهالد روغتیا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر (۴۲۲) مېلیونه اټکلوي چې ښايي دغه شمېره په راتلونکو (۲۰) کلونو کې دوه برابره شي.  ویل کیږي چې په شکر ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر به تر (۲۰۳۵) کال پورې (۵۹۲) مېلیونو ته ورسیږي.

په (۱۹۱۰) کال کې د «سړ ایډوارډ البرټ» او «شارپلي شافر» په نامه اروا پوهانو د پانقراس په واسطه ترشح کېدونکې یوه داسې ماده کشف کړه، چې بدن ته یې ددې وړتیا ورکوله چې ګُلوکوز په انرژۍ تبدیل کړي. دغه ماده وروسته بیا د «انسولین» په نامه ونومول شوه چې له لاتیني کلمې «انسولا یا آیلېنډ» څخه اخیستل شوې ده (Ziegler et al., 1991, Standl et al., 1981). لس کال وروسته په (۱۹۲۱) زیږدیز کال کې (فریدریک او بانټینګ) او د هغوي زده‌کوونکو دغه ماده (انسولین) د لومړي ځل لپاره د سپي له (پانقراس) څخه وایسته. (انسولین) هغه هورمون دی چې د پانقراس په حجره کې تولیدیږي، چې د معدې شاته  داټکل له مخې ً (۶۰ -۱۰۰) ګرامه کڅوړه ده.  په عادي حالت کې د وخت په تېرېدو سره، ګُلوکوز په وینه کې جریان کوي؛ په پایله کې، په وینه کې د ګُلوکوزو کچه پورته کیږي. د شکر ناروغي هغه وخت رامنځته کیږي چې کله د انسان بدن کافي اندازه انسولین یا تولید نه شي کړاى  او یا یې  ونه شي کارولی. انسولین د هورمون په توګه په پانقراس کې تولیدیږي؛ انسولین د ویني له جریان څخه د بدن حجرو ته د ګُلوکوزو د لیږد لپاره اړین دي، چېرته چې د انرژۍ په توګه کارول کیږي.

د شکر ناروغۍ په وینه کې د ګُلوکوزو د زیاتي اندازې څخه تشخیص کیږي.

ب) درملنه

لومړی ډول درملنه

د انسولینو ورکړه/ برابرول

د انسولینو زیات ډولونه موجود دي چې هم او ګټور یې چټک عمل کوونکي دي.

ناروغان، لږ ترلږه منظم چټک ـ عمل کوونکو انساني انسولینو او بطي ـ عمل کوونکو انسولینو ته اړتیا لري

دویم ډول درملنه

میتوفورمین ښه او تر ټولو اغیزمنه درملنه ده ـ چې له ځيګر څخه ګُلوکوز وباسي.

ګلي‌کلایزډ یو سلفوني‌لوریا ده چې د انسولینو ترشح زیاتوي ـ د تریخي هغه حجرې تحریکوي چې انسولین ترشح کوي.

یاد شوی دواړه درمل د روغتیا د نړیوال سازمان د هغو درملو په لړ کې شامل دي چې د شکرې لپاره اړین دي.

تر اميدوارۍ پورې اړوند شکر ناروغي

د امیدوارۍ پر مهال په میندو کې د هورمونو جریان (سایکل) بدلون مومي: په وینه کې زیات ګُلوکوز د انسولینو په تولید باندې اغیز  کوي  اوپه وینه کېګُلوکوز زیاتیږي

دا ډول شکر له زیږون څخه وروسته له منځه ځي.

 

پوهيدا يا تشخیص

تر  اميدوارۍ پورې اړوند شکر، د شکر هغه ډول دی چې په امیدوارو (حامله) مېرمنو باندې معمولاً د حاملګۍ په دویم یا درېیم (ثلث) یا (Trimesters) کې اغیز کوي. هغه مېرمنې چې په دې ډول شکر مبتلا کیږي، تر اُمیدوارۍ مخکې شکر نه لري او له زیږون وروسته له منځه ځي. په ځینې مېرمنو کې دا ډول شکر ښايي د اُمیدوارۍآن په لومړيو درېو میاشتو (لومړی ثلث) کې تپيژندل (شخیص )شي؛ په داسې مواردو کې ډېر احتمال لري چې شکر تر امیدوارۍ وړاندې موجود وي.

تر امیدوارۍپورې اړوند شکر معمولاً د امیدوارۍپه (۲۴ -۲۸) اونیو کې د وینې په معاینه کې تشخیص کیږي.

هغه مېرمنې چې پخوا یې دا ډول شکر درلودلي وي، باید وختي ځان معاینه کړي. که تر امیدوارۍپورې اړوند شکر ښه  اداره  اوکنترول  شي، ډېر احتمال شته چې میندې ښه اُمیدواري او سالم طفل ولري.

تر امیدوارۍپورې اړوند شکر د څه‌شي لامل کیږي؟

هغه هورمونونه چې د امیدوارۍپر مهال تولیدیږي، دا ستونزمنوي چې بدن په منظمه توګه انسولین وکاروي؛ مېرمنې د انسولینو د مقاومت له لوړ ګواښ سره مواجه کوي او څرنګه چې په حامله‌ګۍ کې په بدن زیات فشار ورځي (بدن باید زیاتې اړتیاوې پوره  کړي)، ځینې مېرمنې په سختۍ سره کولی شي چې ددغه مقاومت د له‌منځه وړلو لپاره کافي اندازه انسولین تولید کړي. په دې توګه دا چاره دا ستونزمنوي چې ګُلوکوز دې د انرژۍ لپاره وکارول شي، په دې ترتیب، ګُلوکوز په وینه کې پاتې کیږي، کچه یې زیاتیږي او بلاخره تر اُمیدواري پورې د شکر یا (gestational diabetes) لامل کیږي.

تر امیدوارۍپورې اړوند شکر ګواښ چاته متوجه دی؟

مېرمنې کولی شي چې د وزن د کنټرول، صحي خوراک او فعال پاتې کېدو په واسطه تر امیدوارۍپورې اړوند د شکر ناروغۍ له ګواښ څخه ځانونه وژغوري.

که له دا ډول شکر ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ و اوسۍ؛ نو پایله به یې دا وي:

وزن به مو زیات وي

تر امیدوارۍپورې اړوند شکر ناروغۍ باندې پخوا اخته شوي وۍ

ماشوم له زیات وزن سره پیدا کیږي او داسې امکان شته چې وروسته د شکر په ناروغۍ مبتلا شي.

په کورنۍ کې مو شکر ناروغي موجوده وي (والدینو، ورورانو یا خویندو کې)

او یا تاسې د سویلي آسیايي هېوادونو، تور پوستي یا افریقايي کاربینیان او یا د منځني ختیځ اوسیدونکی وۍ.

تر امیدوارۍپورې اړوند شکر ناروغۍ چیک‌لېست

ددې لپاره چې د دا ډول شکر ناروغۍ په اړه دقیق معلومات او سمه پاملرنه ترلاسه کړئ، نو دا ډاډمن کړئ:

ددې ډول شکر ناروغۍ په اړه او د هغې د درملنې په اړه معلومات ترلاسه کړئ

په وینه کې د ګُلوکوزو د اندازه کولو آله پیدا کړئ او په خپلو موخو موافقه وکړئ

د میندو د معافۍ تصدیق پاڼه یا کارت ترلاسه کړئ؛ ترڅو وړیا درملنه وکړی شئ (له خپلو روغتیا پالو ټیمونو څخه پوښتنه وکړئ)

د خپل روغتیاپال ټیم غړي وپیژنئ او له دوی وپوښتۍ چې له تاسې سره څه ډول مرستې کولی شي.

د خوراک، څښاک او فزیکي فعالیت په اړه له خپل ډاکتر سره مشوره وکړئ.

دا هم معلومه کړئ چې د اضافي مرستې د ترلاسه کولو لپاره له چا سره اړیکه ټینګه کړئ.

د ټیټ او لوړ شکر ناروغۍ د درملنې په اړه هم ځانونه پوه کړئ.

ښايي ستاسې لپاره سرګیچوونکې وي چې درته وویل شي تاسې دویم ډول (Type 2) شکر ناروغۍ لري.

د شکر په ناروغۍ باندې د اخته کیدو د ګواښ لاملونه مختلف دي او ځینې خلک ښايي له لوړ ګواښ سره مخ وي. مګر ځینې داسې شیان شته چې خلک یې ترسره کولی شي؛ ترڅو د دویم ډول شکر ناروغۍ یې د امکان تر حده راتیټ شي. ځان ته د متوجه ګواښ د کچې موندل یو مهم ګام دی. تاسې ښايي زموږ د پرلیکه وسیلې په مرسته یا له خپل (ډاکتر) سره د مشورې له طریقه د دویم ډول شکر ناروغۍ ګواښ اندازه کړي وي. اوس چې د ګواښ کچه درته معلومه شوه، تاسې د هغې د مخنیوي لپاره کار کولی شۍ.

که موږ تر اوسه دا کار نه وي کړی؛ تاسې کولی شۍ زموږ (Know Your Risk) پرلیکه وسیلې نه کار واخلۍ.

که مو له روغتیايي ټیم سره د مشورې له لارې ګواښ معلوم کړ؛ نو له هغوی سره د خبرو له لارو نور زیات معلومات هم ترلاسه کړئ.

د انټرنیټ په مرسته د شکر ناروغۍ د ګواښ موندل:

ستاسې د ګواښ کټګوري څه مانا لري؟

ستاسې د ګواښ کټګوري دا څرګندوي چې په راتلونکو لس کلونو کې څومره امکان شته چې تاسې په دویم ډول شکر ناروغۍ باندې اخته شۍ او له تاسې سره په دې اړه مرسته کوي چې پوه شۍ کوم شیان د ګواښ کچه راټیټولی شي. که تاسې زموږ د پرلیکه وسیلې په واسطه د شکر ناروغۍ د ګواښ اندازه معلومه کړه؛ نو کټګورۍ په لاندې توګه تشریح کیږي:

لږ یا زیات ګواښ

هغو کسانو کې چې ټیټ خطر ورته متوجه دی ښايي په (۲۰) کسانو کې یوازې یو تن په راتلونکو (۱۰) کلنو کې د شکر ناروغۍ په ډویم ډول اخته شي.

هغو کسانو کې چې لوړ ګواښ ورته متوجه دی، ښايي په (۱۰) کسانو کې یو تن په راتلونکو (۱۰) کلنو کې د شکر ناروغۍ په ډویم ډول اخته شي.

که تاسې د شکر ناروغۍ د دویم ډول له ټیټ ګواښ سره هم مخ وۍ؛ خو دا مهمه ده چې تاسې ته د شکر ناروغۍ د ګواښ کچه معلومه وي. د ګواښ د ځینې عاملونو د مخینوي لپاره تاسې یو څه کړی شۍ، اما د ځینې نورو د لمنځه وړولو لپاره څه نشی کړی. هرڅومره چې تاسې سپین‌ږیري، یا چاغیږۍ او یا د ملا اندازه مو زیاتیږي؛ په همدومره اندازه د ګواښ کچه پورته کیږی. نو هره کچه ګواښ چې تاسې ته متوجه وي، کوښښ وکړئ وزن مو نورمال وساتئ، روغتیايي خواړه وخورئ او د امکان تر بریده ځانونه فعال وساتئ.

دمنځنی  کچې  ګواښ

هغه کسان چې د شکر ناروغۍ له منځني حد ګواښ سره مخ دي، ښايي په هرو (۷) کسانو کې په راتلونکو (۱۰) کلونو کې یې یو تن د شکر ناروغۍ په دویم ډول اخته شي.

هغه کسان چې د شکر ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي، ښايي په هرو (۳) کسانو کې په راتلونکو (۱۰) کلونو کې یې یو تن د شکر ناروغۍ په دویم ډول اخته شي.

که تاسې د شکر ناروغۍ له منځني حد یا لوړ ګواښ سره مخ وۍ؛ نو دا موضوع باید جدي ونیسئ. که مو شکر منظم ونه ساتۍ؛ ښايي ړانده شۍ، د بدن کوم غړی له لاسه ورکړۍ، پښتورګی مو له فعالیته ولویږي، یا درباندې د زړه یا اعصابو حمله راشي. په شدیدو مواردو کې، ان ستاسې د مړه کېدو احتمال هم شته. په داسې شرایطو کې باید له خپل روغتیايي ټیم سره وګورئ.

د وینې معاینه د ګواښ په اړه څومره معلومات درکولی شي؟

که تاسې په دې وروستیو کې د شکر ناروغۍ په اړه خپل ډاکتر ته ورغلي وۍ، تاسې ښايي خپله وینه معاینه کړې وي. د وینې څو ډول معاینات وجود لري. په ټولو دغو آزموینو/معایناتو کې ستاسې په وینه کې شکر یا ګُلوکوز کتل کیږي چې ځینې وخت دغو معایناتو ته د شکر یا ګُلوکوزو معاینات هم وايي. دا ډول معاینات څرګندوي چې ستاسې په وینه کې د ګُلوکوزو اندازه څومره ده او د شکر ناروغۍ دویم ډول لرۍ که نه.

په وینه کې له معمول  حد نه زیات ګُلوکوز

د ځینې کسانو په وینه کې ښايي ګُلوکوز له نارمل حد نه زیات وي، خو دومره زیات نه چې د دویم ډول شکر ناروغۍ سبب وګرځي. په دې صورت کې ستاسې ډاکتر پرېکړه کولی شي. که مو په وینه کې د ګُلوکوزو اندازه زیاته وي، تاسې د شکر ناروغۍ د دویم ډول له لوړ ګواښ سره مخ یی؛ نو په دې اړه پوهېدنه مهمه ده؛ ترڅو د ګواښ د کمولو لپاره یو اقدام وکړئ.

د شکر ناروغۍ معمول نښانې

تشناب ته زر زر ته تلل، په ځانګړې توګه په شپه کې

دایمي تنده

له معمول نه د زیاتې ستړیا احساس

د وزن له لاسه ورکول

د تناسلي غړو خارش

د زخم او ټپ په سختۍ درملنه

د سترګو تت دید

شکر ناروغي ولې ددغو نښانو سبب کیږي؟

د شکر ناروغۍ له امله په انسانانو کې دغه نښانې ځکه راپورته کیږي چې د ګُلوکوزو ټوله برخه یا یوه اندازه په وینه کې پاتې کیږي او د تېلو په توګه د انرژۍ لپاره نه کارول کیږي. بدن هڅه کوي چې په تشه متیازو کې د ګُلوکوزو زیاته برخه له وینې څخه وباسي او کچه یې راټیټه کړي. په متیازو کې زیاته پیمانه ګُلوکوز د «فنګلي مېکروبونو» د رُشد لپاره ښه زمینه مساعدوي چې بلاخره د خارش او میکروبونو لامل کیږي.

که د شکر ناروغي بابیزه وبولۍ؛ څه پېښیږي؟

د لومړي ډول (Type 1) شکر ناروغۍ د نښو نښانو بابیزه ګڼل ستونزمن کار دی ځکه چې ډېر زر را پورته کیږي؛ خو که یې درملنه ونشي، ښايي جدي روغتیايي ستونزې ایجاد کړي، د بېلګې په توګه ښایي د (کیټو اسیدوسیس) شکر سبب شي، چې پایله یې مرګونی کوما حالت دی. که څه هم د شکر ناروغۍ لومړی ډول ډېری وخت په کوچنیانو کې تشخیص شوی، خو نښانې یې د هر عمر لرونکو انسانانو کې یو شان دي. هغه لویان چې لومړی ډول شکر ناروغۍ لري، ښايي د کوچنیانو په شان د شکر ناروغۍ نښې زر ونه ګوري؛ مانا دا چې په لویانو د دا ډول شکر تشخیص او درملنه یو څه زیات وخت نیسي.

د شکر ناروغۍ دویم ډول په آسانۍ سره له پامه غورځیږي، په ځانګړې توګه د ژوند په لومړیو مرحلو کې کله یې چې نښانې په سختۍ سره لیدلی شو. خو که یې درملنه ونشي، د بدن ګڼو غړو باندې لکه زړه، د وینې والونه، اعصاب، سترګو او پښتورګو باندې اغیز کولی شي. که ددې شکر ناروغۍ تشخیص وخته وشي او په وینه کې د شکرې کچه کنټرول شي؛ نو د دغو ستونزو مخنیوی کیدای شي.

که لاندې معیار پوره وي:

په تش نس د پلازما ګُلوکوز له (7.0 mmol/L) یا (126 mg/ dl) نه زیات وي.

اوس‌مهال په هرو (۱۱) لویانو کې (یو)

په (۲۰۴۰) کال کې په هرو (۱۰) کې (یو)

په (۷) زیږنونو کې (یو)

شاوخوا (۷۰۰) مېلیونه ډالر په صحي خدمتونو باندې لګوي.

عمر خوړلي (د زیات عمر) لرونکو کسانو شمېر هم زیاتیږي.

د شکر ناروغۍ دویم ډول یو پرمخ‌تلوونکی حالت دی او د وخت په تېرېدو سره، تاسې ښايي په خپله وینه کې د ګُلوکوزو د کنټرول لپاره درملنې ته اړتیا ومومئ.

ټول هغه کسان چې د شکر ناروغۍ له لومړي ډول څخه کړیږي او ځینې هغه کسان چې د شکر ناروغۍ دویم ډول لري؛ په خپلو وینو کې د ګُلوکوزو د کنټرول لپاره انسولینو ته اړتیا لري.

دوه ساعته د پلازما ګُلوکوز باید (11.1 mmol/L) یا (200 mg/dl) نه زیات وي.

د شکر ناروغۍ په اړه ځینې سپارښتنې/لارښوونې

ددې ناروغۍ په اړه مه ورخطا کیږئ ـ د شکر ناروغۍ خپل ډاکتر سره اړیکه وکړئ؛ ترڅو مو پوښتنو ته ځواب ووایي او تاسې ته لارښوونه وکړي.

تاسې باید تل انسولین یا د شکر ناروغۍ نور درمل وخورئ، آن که مو زړه ته هم نه کیږي. په ځینې مواردو کې ښايي د نسخې بدلولو ته اړتیا پېښه شي ـ په دې صورت کې د خپل ډاکتر مشوره ترلاسه کړئ. خو که تاسې د شکرې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کوم درمل خورئ لکه (dapagliflozin)، (canagliflozin)، یا (empagliflozin)؛ نو ښه خبره دا ده چې سمدلاسه یې خوراک بند کړئ که مو احساس ښه نه و او یا مو خوراک یا څښاک نشوای کړي. دغه راز د خپل ډاکتر سره زر تر زره اړیکه ونیسئ.

په هرو شپږو میاشتو کې خپله وینه معاینه کړئ، د شپې په شمول، لږ ترلږه په هرو څلورو ساعتونو کې. که په کور کې وینه نشئ معاینه کولئ، نو تاسې باید هرو مرو د (hypergylcaemia) په اړه پوه شئ.

کوښښ وکړئ د وجود اوبه مو پوره وساتئ. ددې لپاره چې بدن مې د اوبو له کمښت سره مخ نشي، زیاتې اوبه وڅښئ او لِږلِږ ډوډۍ او څو ځلې وخورئ.

که مو د بدن د ګُلوکوزو کچه (15mmol/l*) او یا زیاته وي؛ نو د «کیټونز» د موجودیت لپاره خپلې تشې متیازې یا وینه معاینه کړئ. که د «کیټونز» موجودیت تثبیت شو؛ نو د خپل شکرې ناروغۍ له ډاکتر سره مو اړیکه ونیسئ.

که مو د خوراک لپاره څه شی زړه ته نه کیدل، د ناروغۍ احساس مو کاوه او یا مو ډوډۍ تر ستوني نه تېریده؛ نو سپک خواړه وخورئ یا داسې مایعات وڅښئ چې په خپل ترکیب کې کاربوهایډریټ ولري چې د بدن لپاره مو انرژي برابره کړي. خواږ شربت و څښئ لکه (د میوې شربت یا د لیمو شربت) یا د ګُلوکوزو تابلیټ وزبښئ. که مو کانګېکولې او یا مو نشوی کولی څه شی تېر کړئ؛ نو سمدلاسه له خپل ډاکتر سره اړیکه وکړئ.

په مخ پر وده هېوادونو کې د دویم ډول شکر ناروغۍ په اړه ابهامات

د شکر ناروغۍ دا ډول د منځیني ختیځ په هېوادونو کې زیاته خپریږي. هغه هېوادونه چې هلته د شکر ناروغۍ دویم ډول زیات موجود دی عبارت دي له: چین، هند او د آمریکا متحده ایالتونه. نن و سبا لویه اندېښنه د هغو ناروغانو ورځ په ورځ زیاتېدونکی شمېر دی چې په دویم ډول شکر ناروغۍ باندې اخته دي ـ نه یوازې په چین او هند کې، بلکې په منځني حد عاید لرونکو او کمو عاید لرونکو هېوادونو کې هم. په تېرو (۱۰) تر (۱۵) کلنو کې، تر ټولو لوبه بریا د هغو مرګونو د شمېر را ښکته کول دي چې د شکرې ناروغۍ له کبله و، لکه د زړه حمله، دماغي حملې، د بدن د غړو پرېکېدل، د پښتورګیو له کاره غورځېدل، په ځانګړې توګه په فینلینډ، امریکا او ځینې نورو زیات عاید لرونکو هېوادونو کې. لوړ عاید لرونکي هېوادونه اوس دګلو کوزو، د ویني د لوړ فشار، لیپیډز او د وړاندې ګواښونو د خطر د کنټرول لپاره اغیزمن وسایل لري او په دې برخه کې د ښې درملنې لپاره یې زیاتې څېړنې کړې دي.

څنګه کولی شو چې په وګړو کې د شکر له ناروغۍ نه په لومړیو مرحلو کې مخنیوي وکړو؟

په دې اړه په دوو برخو کې معلومات نشته. لومړی، په ځینې هېوادونو کې د بورې او انرژۍ شربتونو باندې لوړه مالیه وضع شوې ده؛ په دې توګه خلک داسې مشروبات لږ استفاده کوي او پر ځای یې نور ډول څښاک‌توکي څښي. اما موږ نه پوهیږو چې اوس دوی د کوم ډول مشروباتو څخه استفاده کوي او بله دا چې، آیا دغه اقدام د شکرې ناروغۍ د کچې په را ټیټېدو کې مرسته کړې که نه؟

دویم، په ګڼو هېوادونو کې د شکر له ناروغانو سره د ناسمو خوراکي توکیو مرستې کیږي، د بېلګې په ډول سپینې شوې دانې او پروسس شوي خواړه؛ په داسې حال کې چې دوی په یوه ورځ کې د پنځو برخو مېوو او دانې سپارښتنه ورته کوي، اوس د مېوو او دانو نړیواله عرضه دغه کچه نشي پوره کولی. د مېوو او دانو دغه کمښت په مخ پروده هېوادونو کې تر نورو ډېر کم دی. موږ ته په دې پوهېدل په کار دي چې څنګه کولی شو په مناسب قېمت د صحي خوراکي توکیو د تولید لپاره کرنیز او صنعتي سکټورونه هڅولی شو. موږ دغه راز باید په دې معلومات راټول کړو چې څنګه کولی شو خلک فزیکي فعالیتونو د صحي خوراکونو خوړلو ته تشویق کړو.

له (۲۰۱۳ نه تر ۲۰۲۰) کال پورې د (NCDs) د مخنیوي او کنټرول لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان کاري څه کولی شي؟

الف) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د نړۍ په هېوادونو باندې زیات اغیز لري او څه شی چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې، په ځانګړې توګه په هغو کې چې ټیټ یا منځنی حد عاید لري؛ باور لري.  د شکر ناروغۍ د غوره درملنې د ښه اغیز په اړه خورا زیات شواهد شته دی؛ نو موږ د شکر ناروغۍ لپاره د ښو درملو، کیفي درملنې او مدیریت لپاره هڅې وکړو. مخ پر وده هېوادونه له روغتیایي خدمتونو څخه ښې څارنې، غوره حکومتولۍ، ښه روغتیايي مالي ماډلونو او ګڼو داسې میعارونو ته اړتیا لري چې حکومت ورنه استفاده کولی شي. د لویو ټولنیزو او پالیسۍ په کچه اقداماتو لپاره هڅې هم ښې دي، مګر هغه باید شواهدو پر بنسټ وي. د ملي پالیسیو د تطبیق په لړ کې د نیمګړتیاوو او تېروتنو په نښه کولو سربېره، باید پالیسۍ و ارزول شي او په راتلونکو کې د تېروتنو له تکرار څخه مخنیوی وشي. د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز کولی شي په ټیټ او منځني حد عاید لرونکو هېوادونو کې د اساسي څېړنو په شمول د څېړنې او څارنې (نظارت) لپاره د زیاتې پانګونې لپاره کوښښ وکړي.

دویم ډول شکر ناروغۍ په کوچنیانو کې زیاته لیدل کیږي. څنګه یې مخنیوی وکړو؟

د دې ډول شکر ناروغۍ لومړۍ پېښه په (۱۹۷۰ مو ) کلونو کې په «پیماانډیانز» کې کې ولیدل شوه. هغه وخت داسې فکر کیده چې دا یوه آمریکايۍ ستونزه ده، وروسته بیا دا ډول پېښه په جاپاني خلکو کې ثبت شوه، بیا هم خلکو فکر کاوه چې دا ستونزه به تر لږکیو پورې محدوده وي، تر هغې چې په سپین پوستو کې رامنځته شوه. د (۱۹۹۰ مو) کلونو په وروستیو کې، موږ په (CDC) کې وموندله چې د شکرې ناروغۍ دویم ډول د ټولو توکمي ډلو په ماشومانو کې رامنځته کیږي او په دې توګه په دې موضوع باندې څېړنې پیل شوې. څېړنو ښودلې چې دویم ډول شکر ناروغۍ په هغه ماشومانو کې چې له (۱۰) کلونو نه کم عمر لري؛ لږه رامنځته کیږي خو هغو ماشومانو کې چې له (۱۰) نه تر (۲۰) کلونو پورې عمرونه لري؛ معمول نه ده. څېړنو دغه راز څرګنده کړې چې دویم ډول شکر ناروغي په کوچنیانو کې له چاغښت سره، دغه راز د هغوی د میندو له چاغښت او د اُمیدواري پرمهال د ګولکوزو له لوړې کچې سره اړیکه لري. موږ په (۲۰۱۴) کال کې په (نِیو اینګلینډ جورنال) کې یوه څېړنې خپره کړه چې د آمریکا د متحده ایالتونو په (۷،۰۰۰) کوچنیانو باندې ترسره شوې وه. په دغه څېړنه کې موږ وموندله چې په پنځه کلنۍ کې (۲۷.۵) سلنه کوچنیان، چې په هغو کې (۱۲،۵) سلنه چاغ کوچنیان هم شامل دي، تر اندازې زیات وزن لري او بل دا چې د چاغښت او شکرې ځینې عاملونه د ښوونځي نه له مخکې دورې او احتمالاً له (یوتېرو) نه سر چینه اخلي. دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د ښوونځي پر اساس د مرستو/مداخلو د لویې مطالعې پایله هڅوونکې نه دي، ځکه چې د دویم ډول شکر ناروغۍ ځینې عاملونه د ژوند په ډېر لومړیو پړاونو کې رامنځته کیږي (د روغتیا نړیوال سازمان، ۲۰۱۶).

References:

RUDY BILOUS, R. D. 2010. Handbook of Diabetes, 4th Edition, England  Wiley-Blackwell.

STANDL, E., DEXEL, T., LANDER, T., ALBERT, E. D., SCHOLZ, S., GREITE, J. H., JANKA, H. U. & MEHNERT, H. 1981. Association of HLA antigens with severity of diabetic retinopathy in Southern Germany. Horm Metab Res Suppl, 11, 81-6.

WHO, N. 2016. The mysteries of type 2 diabetes in developing countries. Bull World Health Organ, 94, 241-2.

ZIEGLER, A. G., STANDL, E., ALBERT, E. & MEHNERT, H. 1991. HLA-associated insulin autoantibody formation in newly diagnosed type I diabetic patients. Diabetes, 40, 1146-9.