چهارشنبه , 24 اپریل 2024

شېر بنګله د کرېکټ لوبغاړی

ژباړه: رفیق الله بهار

شېر بنګله د اسیا په کچه لومړی ښکلی د کریکټ میدان دی. په بنګلادېش هیواد کې موقعیت لري. دغه لوبغالی په ۲۰۰۶ کال کې د اې کې فضلل حق په نوم چې دغه شخص په خپل وخت کې د خپل هیواد لپاره یې د پاکستان سره د ازادۍ د لاسته راوړلو په موخه په ۱۹۴۰ او ۱۹۴۵ کالونو پورې ډېر جنګونه کړي او زیاتې ستونزې یې ګاللې، چې بنګلیانو ته ډېر قدرمن ښکارې او په دا سبب یې دغه لوبغالي ته دغه نوم غوره کړ. د بنګلادېش کریکټ بورډ او ځینو شرکتونو په مالي ملاتړ جوړ او لوبو ته اماده شو. په هغه وخت کې یې د ۲۵۰۰۰ خلکو د کیناستو ظرفیت درلود، چې د چمن ښه نه زرغون کیدل، د خلکو کم ظرفیت، د ګروپونو (د شپې لوبې کولو) نه شتون، د بېلابېلو نومونو درلودل، او ځینې نورې هغه ستونزې وې چې په دغه میدان کې نه وې حل شوې. خو د څو کالو تیریدو وروسته نوې رامنځته شوې ادارې پرېکړه وکړه چې هغه ستونزې چې په دغه لوبغالي کې موجودې وې ختمې کړي. په دې کار ډېر ژر بریالي شول دغه لوبغالي ته یې د شېربنګله ملي لوبغالي نوم ورکړ. ظرفیت یې دوه چند کړ او ۵۰۰۰۰ زرو ته یې لوړ کړ او په دې میدان کې یې د شپې لوبې کولو زمینه مساعده کړه.

دغه مشهور ښکلی لوبغالی چې د بنګلادېش هیواد په پایتخت ډاکا په مېرپر سیمه کې پروت دی، ډیری وخت په دغه میدان او سیمه باندې د ژمي په موسم کې بارانونه زیات وي خو نورو دریو واړو موسمونو کې باران شدت تېز وي او ډېر نه وریږي. همداشان په دغه سیمه کې زیات واښه ییز بوټي هم شنه کیږي چې له دې لارې هم معلومیږي چې دا یوه ښکلې، زرغونه، او د ښه اقلیم لرونکي سیمه ده. ددغه میدان پرانیستلو وروسته لومړی ټېسټ لوبه د بنګلادېش او هندوستان ترمنځ په ۲۰۰۷ کال د مې په میاشت کې ترسره شوه. لومړی یوورځینی لوبه د بنګلادېش او زمبابوی لوبډلو ترمنځ په ۲۰۰۶ کال د ډیسېمبر په میاشت کې تر سره شوه. او لومړی شل اوریزه نړیواله لوبه د کوربه هیواد بنګلادېش او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ په ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په میاشت کې تر سره شوه.

په دغه میدان کې نه یوازې نړیوالې لوبې کيږي بلکې کورني ټورنمینټونه او سریزونه هم ترسره کیږي. مهمې لوبې یې (بي پي ال) دي چې زیاتې لوبې او د دې لوبو فاینل په همدې ګراونډ کې کیږي، نه یوازې داچې دغه میدان ښکلی او پراخه دی بلکې بنګلادېش کریکټ بورډ او لوبډلې په ښه پال منلی چې په دغه میدان کې نورو میدانونو په پرتله بنګلادېش ټیم زیاتې ټاسونه او لوبې ګټي.