طالبانو د کندهار بیګانۍ پېښه کې لاس لرل رد کړي دي

وسله وال طالبان واېي؛ د کندهار ولایت مقام کې دننه د تیرې شپې ترسره شویو شکمنو چاودنو سره دوی هیڅ راز تړاو نه لري.

نن سهار د طالب ویاند قاري یوسف احمدي لخوا رسنیو ته په استول شوي تیلیفوني پيغام کې ویل شوي چې بیګا شپه د طالبانو لخوا په کندهار ښار کې هیڅ راز عملیات نه  وو پلان شوي.

احمدي زیاتوي؛ چې ممکن دغه راز شکمن بریدونه د افغان چارواکو ترمنځ د شته اختلافاتو زیږنده وي.

تردې وړاندې یو شمېر افغان امنیتي سرچینو هم د نوم نه ښکاره کولو په شرط رسنیو ته ویلي وو، چې ښایې د کندهار ولایت مقام میلمستون دننه په ترسره شویو شکمنو چاودنو کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق کسان ښکېل وي.

باید وویل شي چې تیره شپه د کندهار ولایت مقام میلمستون دننه په ترسره شویو غبرګونو چاودنو کې د مرستیال عبد العلي شمسي، د کندهار ولایت د بهرنیو اړیکو مسئول شاه محمد، د والي د دفتر د رئیس سعد احمد، د سوداګرۍ د خونې مرستیال صدیق مومند او د متحده عربي اماراتو د سفیر د څلورو ساتونکو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

همدغه راز په ټپیانو کې والي همایون عزیزي، افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه العکبي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی هاشم خان کرزي په ګډون یو شمېر نور چارواکي شامل دي.